کورپاڼه / روغتيا / څېړنه: خوب لېدل د دماغو لپاره څنګه وي؟

څېړنه: خوب لېدل د دماغو لپاره څنګه وي؟

جاپاني ساینسپوهانو پر موږکانو د تجربو له مخې موندلې چې د خوب لېدلو پرمهال دماغو ته د اکسیجن او د آرام بخښونکو غذا د رسولو ترڅنګ د فاسدو مادو په صفایۍ کې هم غوره والی رامنځته کېږي.

دا یوه ثابته شوې خبره ده چې له انسان پرته نور حیوانات هم د وېده کېدو پرمهال خوب ویني او کله چې انسان او حیوان خوب ویني، خو په بندو سترغلو کې یې د سترګو حرکت معلومېږي او د خوب حالت ترې معلومېږي.

تر اوسه پورې په څېړنو کې د ویښ، ژور خوب او د لږ خوب پرمهال په دماغو کې د وینې جریان اندازه شوی، خو پایلو یې سره توپیر درلود. خو دا ځل یې له نوي تخنیک پکې ګټه اخیستې ده.

ددې موخې لپاره څېړونکو د موږکانو په وینه کې رنګ لرونکې، بې ضرره ماده شامله کړه، چې د کیمیاوي عمل په نتیجه کې رڼا خارجوي او دې مادې د موږکانو په ټول بدن کې حرکت وکړ او موږکانو ته یې عادی د خوب کولو او ویښېدلو وخت ورکړ.

کله چې د مایکرو سکوپ په مرسته وکتل شول، د خوب په حالت کې یې دماغو کې د وینې جربان تېز و او د ژور خوب او بېدار حالت کې یې دغه کیفیت نارمل و. یوازې دا نه بلکې له خام خوب څخه د رابېدارولو وروسته موږکانو بیا وېده کړل شول او د وینې جریان یې له وړاندې نور هم تېز و.

دا هم ولولئ

بسترې ته په ځنډ سره تلل زموږ پر دماغي او بدني وړتیاوو اغېز کوي

موږ ټول په دې اړه ډېر غږیدلي یو چې باید مناسب خوب وکړو او د …