کورپاڼه / روغتيا / آیا د کچالو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

آیا د کچالو له حیرانوونکو ګټو څخه خبر یاست؟

کچالو یوه نشایسته لرونکې سبزي ده، چې ټوله اسیا کې کرل کېږي، دننه سپین او بهر خړ رنګ لري. که یې د خوند په اړه خبرې وکړو نو خوند یې لږ خوږ وی او ترڅنګ یې ګڼې روغتیایي ګټې هم لري.

کچالو پخپل جوړښت کې ډېر ویټامینونه او منرالونه لري، چې عبارت دي له: فایبر، پوتاشیم، میګنیزیم، ویټامین سي او ویټامین اي.

لکه څنګه چط کچالو د فایبرو یوه ښه ذریعه ده، نو په استعمال سره یې تر ډېره لوږه ختمېږي او په همدې سبب مو وزن کموي. دغه راز هغه کسان چې د شکر او فشار ناروغي لري، هغوی دې هم د ډاکتر په مشوره پخپله غذا کې کچالو استعمال کړي، ځکه دا ورته ډېر ګټور تمامېږي.

د کچالو د اعلی درجه فایبرو یوه بله ګټه داده، چې په بدن کې د کلیسترولو کچه ټیټوي. کچالو چې له غوړو او کلیسترولو پاکه سبزي ده، د ویټامین اي په لرلو سره د زړه لپاره ګټوره ګنل کېږي.

بل لورپ ته کچالو د پولي فینولونو په نوم مرکبونه هم لري، چې د سرطاني ناروغیو څخه خوندیتوب رامنځته کوي. د انټي اکسایدو، بیتا کیروټین او ویتامین شتون یې د مجموعي روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …