کورپاڼه / روغتيا / په بادرنګو کې دغه سپین غوندې ځګ ولې وي؟

په بادرنګو کې دغه سپین غوندې ځګ ولې وي؟

آیا تاسې هم د بادرنګو له خوړلو وړاندې دغه ځګ وباسئ، اخر دا څه شی وي؟ ځینې کسان کله چې بادرنګ پرې کوي نو لومړی ترې لږه برخه پرې کړي او هماغه برخه بېرته ورپورې وسولوي، چې بیا ځګ پیدا کوي.

ځینې خلک په دې باور دي که چېرته بادرنګ په دې ډول سره وسولول شي، نو تریخوالی یې ختمېږي. اوس پوښتنه داده چې دغه خبره څومره پر حقیقت ولاړه ده.

یوه څېړنه وایي چې بادرنګ د لمر وړانګو د ډېروالي او فصل ته د اوبو کمښت په پایله کې تریخوالی پیدا کوي او همدا لامل وي چې بادرنګ تریخ لګېږي. یعنې که چېرته په کلوروفیل د لمر وړانګو ډېر شي نو تور رنګ خپلوي او بادرنګ تریخوي.

که چېرته د بادرنګو پاسنۍ برخه پرې او ورپورې وسولول شي نو تریخوالی یې نه ختمېږي، بلکې یاده ماده تر یوه حده پورې کمېږي، کومه چې د تریخوالي لامل کېږي.

د ځګ کولو لامل یې دا وي، د کلوروفیل ماده چې له پاڼو بادرنګ ته ځي خپل اغېز یې له منځه ځي او ځګ کوي. بادرنګ که هر ډول استعمالوئ خو باید په یاد مو وي چې پوستکی یې مه غورځوئ.

دا هم ولولئ

لېمو د کومو ناروغیو څخه مخنیوی کوي؟

لېمو، چې په جوړښت کې یې په ډېره اندازه ویټامین سي موجود وي، د ډېرو …