کورپاڼه / خپلواک / پاکستان ته د بنګله دېشي روزونکو له ورتګ انکار، لوبغاړي هم دوه زړه شو
بنګله دېش او پاکستان

پاکستان ته د بنګله دېشي روزونکو له ورتګ انکار، لوبغاړي هم دوه زړه شو

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ نومبر ٢٠١٩): د بنګله دېش ملي لوبډله پاکستان ته د لوبو لپاره سفر لري، خو ښايي دغه سفر يې يوازې د شل اوريزې لوبلړۍ پورې محدود شي او نورې لوبې په پاکستان کې ترسره نه شي، ځکه د روزونکو له انکار وروسته اوس لوبغاړي هم دوه زړه دي.

د رسنيو د راپورونو په وينا، د بنګله دېش ملي لوبډله د راتلونکي کال د جنورۍ په مياشت کې پاکستان ته ځي او هلته به د پاکستان ملي لوبډلې سره د ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ او د ٢ ټېسټ سياليو لوبلړۍ ترسره کوي، خو اوس تازه خبر دا دى، چې د بنګله دېش کرکټ لوبډلې روزونکو او نورو کارمندانو له مخکې پاکستان ته له تګ نه انکار کړى و.

دا هم ولولئ:

د نړۍ مخکښ الراونډر شکېب الحسن له دوه کلن بندېز سره مخ شو

راشد خان د بنګله دېش سره په لوبه کې ريکارډونه جوړ کړل

د هند او بنګله دېش لوبه کې روهېت شرما ولې لوبڅار ته کنځا وکړه؟

خو تازه د بنګله دېش لوبډلې لوبغاړو هم ويلي دي، چې دوى په پاکستان کې ٢١ ورځې نه شي تېرولى او يوازې د شل اوريزو لوبو لوبلړۍ به ترسره کړي او د ټېسټ سياليو لپاره هلته نه پاتې کېږي.

همدا راز د بنګله دېش کرکټ بورډ يوه مسوول رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې دوى پاکستان ته د شل اوريزې لوبلړۍ لپاره تللى خو شي، ځکه چې دغه لوبلړۍ ټوله په يوه اونۍ کې ترسره کېږي، خو د ټېسټ سياليو په پاکستان کې ترسره کول به ورته ګران وي.

هغه همدا راز په خپلو خبرو کې زياته کړې، چې دوى به د پاکستان کرکټ بورډ سره خبرې وکړي او ټېسټ سيالۍ به په بل کوم هېواد کې ترسره کړي.

د يادولو ده چې تر دې مخکې د سريلانکا کرکټ ملي لوبډلې هم پاکستان ته له تګ انکار کړى و، چې د سريلانکا کرکټ بورډ بيا پاکستان ته د لوبو لپاره د نوو ځوانانو نه لوبډله جوړه او وې لېږله، په دغه لوبډله کې د سريلانکا د ملي لوبډلې لوبغاړي نه و شامل.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …