کورپاڼه / ريکارډونه / اندري رسل کرابین لیګ کې د ترټولو چټکې نیمه سلیزې ریکارډ پخپل نوم کړ

اندري رسل کرابین لیګ کې د ترټولو چټکې نیمه سلیزې ریکارډ پخپل نوم کړ

اندري رسل، چې په کرابین لیګ کې له جمیکا تالاواس لوبډلې سره لوبې تيره شپه یې په یاد لیګ کې ترټولو چټکه نیمه سلیزه جوړه کړه.

هغه د سانټ لوشیا کینګز لوبډلې په وړاندې په ۱۴   توپونو د شپږو، شپږیزو او دریو، څلوریزو پرمټ نیمه سلیزه ووهله او په دې سره یې د کرابین لیګ په تاریخ کې ترټولو چټکه نیمه سلیزه د ځان په نوم کړه.

له اندري رسل وړاندې دغه ریکارډ له جی پي ډومني سره و. ډومني، چې د ټریډینټس لوبډلې سره و، د نایټ رایډرز پر وړاندې یې په ۲۰۱۹ کال په ۱۵ توپونه نیمه سلیزه ووهلې وه.

دغه راز دریمه چټکه نیمه سلیزه بیا د ایون لیویس په نوم ده. لیویس چې د پاټوریټس لوبډلې سره و، د تالاواس پر وړاندې یې په ۲۰۱۹ کال په ۱۷ توپونو نیمه سلیزه وهلې وه.

بل لوري ته څلورم مقام د سهیل تنویر سره دی، هغه چې زیوکس لوبډلې سره و، نو په ۲۰۱۴ کال یې د ټریډیټس پر وړاندې نیمه سلیزه ووهله او پنځم بیا له کرن فولارد سره دی. هغه چې له سټارز لوبډلې و، په ۲۰۱۸ کال یې د نایټ رایډرز پر وړاندې په ۱۸ توپونو نیمه سلیزه وهلې ده.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …