کورپاڼه / ريکارډونه / جیمي اندرسن دویم لوبغاړی شو، چې پخپل کور کې ۴۰۰ ویکټې پوره کوي

جیمي اندرسن دویم لوبغاړی شو، چې پخپل کور کې ۴۰۰ ویکټې پوره کوي

جیمي اندرسن، چې د هند پر وړاندې یې په دریمه ټیسټ لوبه کې په دواړو پاڼیو کې څلور ویکټې ترلاسه کړې، په دې سره یې پخپل کور او ټیسټ لوبو کې ۴۰۰ ویکټې پوره کړې.

په دې نوملړ کې لومړی مقام له سریلانکایي توپ اچونکې مورلي درن سره دی. هغه له ځان سره په ټیسټ لوبو کې، کومې یې چې پخپل کور کې ترسره کړي، ۴۹۳ ویکټې لري.

دریم مقام له هندي لوبغاړي کمبل سره دی. هغه پخپل کور کې په ټیسټ لوبو کې ۳۵۰ ویکټې لري. څلورم مقام له انګلستاني سټارټ بورډ سره دی. هغه پخپل کور کې ۳۴۱ ویکټې لري.

دغه راز پنځم مقام استرالیایي شین وارن سره دی. هغه پخپل کور کې ۳۱۹ ویکټې ترلاسه کړي. شپږم مقام هم استرالیایي میکګریت سره دی. هغه ۲۸۹ ویکټې لري او اووم مقام له هندي لوبغاړي اشوین سره دی. هغه ۲۸۶ ویکټې پخپل کور کې اخیستي.

بل لوري ته اتم مقام له سریلانکایي هیرات سره دی. هغه پخپل کور کې ۲۷۸ ویکټې لري. نهم مقام هربجن سینګ سره دی. هغه پخپل کې ۲۶۵ ویکټې اخیستي او لسم مقام له ډیل سټین سره دی. هغه پخپل کور کې ۲۶۱ ویکټې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …