کورپاڼه / ليکنې / په شپږیزه ليګ کې د بُست زون کرکټرانو ته څومره ونډه ورکړل شوې ده؟

په شپږیزه ليګ کې د بُست زون کرکټرانو ته څومره ونډه ورکړل شوې ده؟

بُست زون کې د کرکټ زياتې وړتياوې پرتې دي، چې کلونه کلونه انتظار کې يادې وړتياوې له منځه د تلو په حال کې دي.

شپږیزه ليګ کې يوه لوبډله د همدې زون په نوم لوبيږي چې دا ځل ليګ کې يې په ټوله لوبډله کې له بُست څخه يو لوبغاړی وقار الله اسحاق اخيستی او نور په دغه زون کې يې ټول استعدادونه ناهيلې کړل.

د ياد زون څخه په زيات شمېر لوبغاړي په ليسټ اې، فرسټ کلاس او نور کورني کرکټ کې لوبغاړي لوبېدلي دي، چې دا ځل په شپږيزه ليګ کې د امو لوبډلې لخوا منير کاکړ او بُست ساتونکو وقارالله اسحاق واخيستل شوه.

په همدې اساس د بُست زون زيات شمېر د کرکټ لوبغاړي د بُست ساتونکو د لوبډلې له مسولينو څخه ګيله کوي، چې د دستګير دفتاڼي، عبدالله ترخېل، نصیب الله شېردلي، عبدالباقي پوپلزی او ورته نورو ځوانو لوبغاړو له استعداد څخه يې پام اړولی دی.

بُست زون کې په ډېره لوړه کچه کرکټ کيږي چې په هلمند، کندهار او زابل ولايتونو کې د کرکټ بورډ اړوند او خصوصي لوبغالي او کرکټ اکاډمۍ شتون لري او روزمره ځوانان ورپکښې په تمريناتو او خپل منځي لوبو بوخت وي.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …