کورپاڼه / خپلواک / د سويلي کوريا نامتو سندرغاړې او اداکارې ځانوژنه کړې
سندرغاړې ګوهارا

د سويلي کوريا نامتو سندرغاړې او اداکارې ځانوژنه کړې

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ نومبر ٢٠١٩): د سويلي کوريا يوې نامتو پاپ سندرغاړې او اداکارې ګوهارا ځان وژنه کړې ده، چې مړى يې وروسته د هغې له کوره موندل شوى دى.

د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وينا، د سويلي کوريا په پلازمېنه سيول کې د نامتو سندرغاړې او اداکارې ګوهارا مړى په خپل کور کې موندل شوى دى. هغه ٢٨ کلنه وه، چې د دغه هېواد د موسيقۍ د نامتو ګروپ (کارا) غړې هم پاتې شوه، نوموړې دغه ګروپ سره په ٢٠٠٨ کال کې کار پيل کړى و، خو اوس هغه د هېواد يوه نامتو سندرغاړې وه.

ګوهارا په خپل انسټاګرام باندې د (شپه پخېر) سرليک سره خپل وروستى پوسټ هم شئير کړى و، چې خپلو مينه والو ته يې پکې (شپه پخېر) ويلي و. ويل کېږي چې د سويلي کوريا پوليسو د ګوهارا د مړينې په اړه څېړنې پيل کړي دي.

دا هم ولولئ:

په هرو ٤٠ ثانيو کې يو کس ځانوژنه کوي

ولې ډاکټران تر نورو ډېر ځانونه وژني؟

يوې ښځې خپل بې وفا خاوند ووژلو

ځايي پوليسو له رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې ښايي ګوهارا ځانوژنه کړې وي، ځکه تر دې مخکې هم هغې د مۍ په مياشت کې د ځانوژنې هڅه کړې وه، خو په دغه پېښه کې هغه ژوندۍ بچ شوې او تر ډېرو ورځو پورې په روغتون کې بستر وه.

دغه سندرغاړې او اداکارې تېره اونۍ بېرته خپل هنري کارونه پيل کړي و او ويل کېږي چې په يو سريال کې يې کار هم پيل کړى و. ګوهارا تر دې مخکې د ځانوژنې په هڅه باندې له خپله مينه والو بخښنه هم غوښتې وه او ويلي يې و، چې د هغې زړه نه و چې خپله مينه وال خپه کړي.

تېر کال ګوهارا د خپل پخواني اشنا پر ضد په محکمه کې عريضه هم کړې وه، چې په هغه تور دا و چې د هغې د غېر اخلاقي ويډيوګانو په انټرنېټ د خپرولو دړکه يې ورکړې وه. محکمې د هغې پخواني اشنا ته له هغې سره په تاوتريخوالي او اخطار ورکولو سزا هم ورکړې وه.

د يادولو ده چې سويلي کوريا په هغه هېوادونو کې شامل دى، چرته چې ډېرى خلک ځانوژنې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …