کورپاڼه / خپلواک / د کندهار او کوټې خلکو د سولې لپاره د غېږ نيونې سيالي ترسره کړې
غېږ نيونه

د کندهار او کوټې خلکو د سولې لپاره د غېږ نيونې سيالي ترسره کړې

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ نومبر ٢٠١٩): په کندهار ولايت کې د کرغېړنې کرښې د دواړو لوريو خلکو د غېږ نيونې سيالي ترسره کړې ده، چې ويل کېږي موخه يې د سولې پېغام رسول دي.

د غېږ نيونې په دغه سيالۍ کې د کندهار او کوټې غېږ نيونکو ګډون کړى دى، چې په سلګونو کسان يې ليدو ته هم ورغلي و او له دغه غېږ نيونې سيالۍ نه يې خوند اخيستى دى.

د غېږ نيونې د دغه سياليو جوړونکو رسنيو ته ويلي دي، چې د دغه سياليو موخه يې د ډېورنډ کرښې دواړو خواو ته د امن او سولې پېغام رسول دي.

د کندهار يو اوسېدونکى تور جان چې په دغه سياليو کې يې ګډون کړى و، وايي چې دا د خوشحالۍ لوبه ده، زموږ د هېواد عنعنات او کلتور دى. هغه وايي چې زموږ په هېواد کې دې الله پاک سوله او امنيت راولي، نو داسې د خوشحالۍ لوبې به لا هم ډېرې شي.

همدا راز دغه سيالۍ ته له کوټې څخه راغلى قادر خان بيا وايي، چې دې سيالۍ ته په راتګ ډېر خوشحاله شوى دى او د غېږ نيونې له سيالۍ يې ډېر خوند واخيست. هغه همدا راز زياتوي، چې خوښه يې دا ده چې په هرات کې هم د هراتي غېږ نيونکو سره دغسې يوه مېله راجوړه کړي.

هغه وايي، چې زموږ مسوولينو راته ويلي دي، چې تاسې په هرات کې هم له افغانانو سره يوه مېله جوړه کړئ، چې دواړه لوري پکې ګډون وکړي. هغه وايي چې دا هڅې يې د سولې لپاره دي او ښايي له دې هڅو سره په هېواد کې سوله راشي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …