کورپاڼه / اسلام / د ماسخوتن له لمانځه وروسته که سمدستي وېده شو نو په بدن کې مو څه بدلون راځي؟

د ماسخوتن له لمانځه وروسته که سمدستي وېده شو نو په بدن کې مو څه بدلون راځي؟

خوب کول د انسان د روغتیا او دماغو لپاره ډېر اړینه وي او ترڅنګ یې کله چې موږ خوب کوو نو له بدن څخه فاسدې مادې پاکېږي او بدن او دماغو ته مو انرژي ور په برخه کېږي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به یو عادت درلود چې شپې به ډېر ژر بستر ته تلو او وېده کېده به. هغه مبارک به په عموم کې د ماسخوتن له لمانځه وروسته سمدستي وېده کېده.

یعنې د شپې ژر وېده کېدل او سهار بیا ژر پورته کېدل د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ښو عادتونو څخه و، نو اړینه ده چې موږ هم د خپل لارښود په لاره ګامزن شو.

د انسان بدن دننه یو ډول بیولوژیکي ساعت یا سیستم لري، کله چې تیاره خوره شي نو دماغ بدن ته د خوب کولو سګنل ورکړي او بدن بیا د خوب لپاره په یو نیم ساعت کې تیارېږي.

او د حیرانتیا وړ خو داده چې د ماښام او ماسخوتن لمانځه ترمنځ هم یو نیم ساعت وخت وي، نو که چېرته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په یاد سنت عمل وکړو، هم به مو ثواب ګټلي وي او هم به روغ او صحت مند یو.

دا هم ولولئ

د سورت المایده دغه آیت شریف وظیفه وګرځوئ او ستونزې مو حل کړئ

قرانکریم د الله تعالی یو سپېڅلی کتاب دی، چې پر وروستي پیغمبر حضرت محمد صلي …