کورپاڼه / خپلواک / صحرا کريمي: د پښتو فلم لپاره ښه سکريپټ وليکئ، بوديجه به هم ومومئ
صحرا کريمي

صحرا کريمي: د پښتو فلم لپاره ښه سکريپټ وليکئ، بوديجه به هم ومومئ

خپلواک وېبپاڼه (۲۶ نومبر ۲۰۱۹): د افغان فلم مشره صحرا کريمي وايي، چې په پښتو ژبه کې د فلم لپاره ښه سکريپټ يا کيسه وليکئ، نو د جوړولو بوديجه به يې هم ومومئ.

د افغان فلم مشرې صحرا کريمي په خپل ټويټر په يو پوسټ کې ليکلي دي، چې پښتو يې ښه نه ده، خو بيا يې هم په پښتو ژبه د دې لپاره پوسټ کړی دی، چې هغه هېڅ قومي تعصب نه لري، ځکه چې په څو توکميزه کورنۍ کې لويه شوې ده.

صحرا کریمي خپل دا پوسټ د يو بل کس په ځواب کې ليکلی دی. د ولس غږ اکاونټ له لوري د پښتو فلم جوړولو په اړه پوسټ شوی و او دوی په دغه پوسټ کې د افغان فلم يادونه کړې وه.

ولس غږ په خپل پوسټ کې ليکلي و:

((اغلې مهال واک! مرغه ښه

په کوم ښکلي او د لوړ مسلکي معيار په پښتو فلم کې به کله راځئ؟ څه افغان دولت کولى شي چې د افغان ملت په پيسو  چلېدونکي افغان فلم ته ووايي چې ”ولې په ملي ژبه پښتو کې  فلمونه نه جوړوي“؟؟؟))

د يادولو ده چې مهال واک ممثلې او ماډلې د ښه کار له امله تېرو ورځو کې يوه جايزه هم ترلاسه کړې وه، چې په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړې د جايزې په اړه خلکو ډېر پوسټونه کړي او هغې ته يې مبارکۍ ورکړې وې.

د ياد پوسټ د شئير کولو سره سم د افغان فلم مشرې صحرا کریمي ورته په ځواب کې ليکلي:

((زما پښتو ښه نه ده، مګر کله چې تاسو په پښتو کې خورا ښه سکریپټ ولیکئ، نو تاسو به د جوړولو بودیجه هم ومومئ. ما هیڅکله قومي تعصب نه درلود او نه مې درلودلی. ځکه چې زه په څو توکميزه کورنۍ کې لويه شوې یم او ژوند کوم.))


د يادولو ده چې افغان فلم چې د دولت يوه رسمي اداره ده او د فلمونو جوړولو لپاره جوړه شوې ده، خو په تېرو ډېرو کلونو کې ولس د دغه ادارې له لوري د کوم فلم په نوم څه نه دي ليدلي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …