خپلواک وېبپاڼه (۲۶ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان او هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د پنځه يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په دريمه لوبه کې افغان لوبډلې د هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ته په ۳ ويکټو ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې چې د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره شوه، افغان لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی يې د هند لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د هند ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې په ۴۹ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۲ منډې وکړې، چې شوبانګ هيګړی ۴۶ او ويکرانت بهاډوريا ۳۹ منډې ترلاسه کړې.
همدا راز د افغان ۱۹ کلنو ځوانانو له لوري عابد محمدي ۴، عبدالرحمان رحماني ۳، عابدالله تڼیوال ۲ او شفيق الله غفاري بيا ۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د ۱۵۳ منډو هدف د افغان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ۴۶.۲ کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او په دريمه يو ورځنۍ لوبه کې يې په ۳ ويکټو د هند لوبډلې ته ماته ورکړه او په روانه لوبلړۍ کې يې لومړۍ بريا په خپل نوم کړه.
د افغان لوبډلې له لوري عمران مير ۳۴، محمد اسحاق ۳۲، عبدالرحمان رحماني ۲۶ ناسوځېدلې او رحمن الله ځدراڼ ۲۱ منډې ترلاسه کړې.
د هند له لوري کارتک تياګي ۳ او شوبانګ هيګړی ۲ ويکټې ترلاسه کړې.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه عبدالرحمن رحماني ترلاسه کړه.
د يادولو ده چې د پنځه يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ په لومړيو دوه لوبو کې د هند ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې بريا خپله کړې وه او دريمه لوبه يې افغان لوبډلې په خپل نوم کړه، همدا راز د دغه لړۍ څلورمه لوبه به د نومبر په ۲۸مه نېټه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره شي.