کورپاڼه / خپلواک / راشد خان: د نړۍ غوره سپينران لرو
راشد خان

راشد خان: د نړۍ غوره سپينران لرو

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ نومبر ٢٠١٩): د افغان لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په خپله يوه تازه مرکه کې ويلي دي، چې موږ د نړۍ غوره سپينران لرو، چې د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي او همدا راز په درجه بندۍ کې هم غوره مقامونه لري.

راشد خان چې اوس مهال په هند کې دى، د سنرايزرز حېدراباد لوبډلې ورسره يوه مرکه کړې او په خپله فېسبوکپاڼه يې خپره کړې ده. نوموړي په دغه مرکه کې ويلي دي، چې د لوبډلمشر په حېث د هغه لوبه نه ده بدله شوې، خو يوازې دومره شوي دي چې يو څه مسووليتونه يې زيات شوي دي.

دا هم ولولئ:

راشد خان: پلاره نن مې ډېر زيات يادېږې

راشد خان: اوس د واده اراده نه لرم

راشد خان په ټېسټ لوبو کې يو بل ريکارډ هم په خپل نوم کړ

هغه وايي مخکې به يې ټول پام يوازې خپلې لوبې ته و، خو اوس نه يوازې دا چې خپلې لوبې ته پوره پاملرنه کوي، بلکې ټوله لوبډله هم تنظيموي او هڅه يې دا وي چې ټول لوبغاړي په ځان راغونډ او مخکې لاړ شي.

هغه وايي، چې په اسيايي هېوادونو کې پيچونه د سپينرانو لپاره ډېر ګټور دي او د هند په پيچونو بيا دوى ته د ګټې چانسونه ډېر وي او دا ځل به هم هڅه کوي چې په لکنو کې له خپلې دغه وړتيا ګټه پورته کړي.

هغه وايي، چې ټول پام مې دې ته وي چې ښه لوبه ترسره کړم، له خپلې توپوهنې او کرکټ نه خوند واخلم. نوموړى زياتوي، چې خپله لوبه په پوره انرژۍ سره ترسره کوم.

د يادولو ده چې افغانستان له ويسټ انډيز سره د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې د درې يو ورځنيو او درې شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړې، چې په يو ورځنيو لوبو کې ويسټ انډيز په ٣-٠ سره بريا خپله کړه او د شل اوريزو لوبو په لوبلړۍ کې افغانستان په ٢-١ سره بريا خپله کړه.

همدا راز افغانستان او ويسټ انډيز يوازينۍ ټېسټ سيالي هم ترسره کوي، چې دغه سيالي به سبا، د نومبر په ٢٧مه نېټه پيل شي او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …