کورپاڼه / خپلواک / افغانستان له ويسټ انډيز سره په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې مخ کېږي
راشد خان، رحمت شاه او يمين احمدزى

افغانستان له ويسټ انډيز سره په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې مخ کېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ نومبر ٢٠١٩): افغانستان او ويسټ انډيز به سبا، د نومبر په ٢٧مه نېټه سهار اته نيمې بجې د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې خپله يوازينۍ ټېسټ سيالي پيل کړي.

د افغانستان په ټېسټ سياليو کې سفر ډېر اوږد نه دى، خو ډېر ښه په دې دى چې افغانستان په خپله دويمه او دريمه سيالۍ کې بريا خپله کړې او هغه لويې لوبډلې يې تر شا پرېښې دي، چې لومړۍ بريا يې په اسانۍ نه ده ترلاسه کړې.

افغانستان تر اسټراليا وروسته دويمه لوبډله ده، چې په خپلو درې ټېسټ سياليو کې يې دوه ټېسټ سياليو کې بريا خپله کړې ده.

افغانستان خپله لومړۍ ټېسټ سيالي د هند سره ترسره کړې وه، خو په دغه سيالۍ کې يې ښه لوبه نندارې ته نه وه وړاندې کړې، چې هند په ډېرې اسانۍ وګټله. همدا راز په خپله دويمه لوبه کې افغانستان بيا د ايرلېنډ لوبډلې سره مخامخ شو، چې په دغه لوبه کې يې بريا خپله کړه او د نړۍ دريمه لوبډله شوه چې په خپله دويمه سيالۍ کې يې بريا په خپل نوم کړه.

همدا راز له هغه وروسته افغانستان بيا د بنګله دېش هېواد سره ټېسټ سيالي ترسره کړه، چې د بنګله دېش په څېر پياوړې لوبډلې ته يې هم په ټېسټ سيالۍ کې ماته ورکړه او ستره کارنامه يې ترسره کړه.

خو د ويسټ انډيز لوبډله بيا د کرکټ ډېره پخوانۍ لوبډله ده او ډېره تجربه هم لري، همدا راز زياتې ټېسټ سيالۍ يې هم ترسره کړې دي، چې د هغوى پر وړاندې د افغانستان لوبډله په ټېسټ لوبو کې بېخي نوې ده.

خو دواړه لوبډلې په خپل منځ کې د لومړنۍ ټېسټ سيالۍ لپاره چمتو دي او سبا به مېدان ته کوزې شي، خو دا به وروسته معلومه شي چې افغانستان په خپله څلورمه لوبه کې دريمه بريا خپلوي او که نه دويمه ماته خوري.

د ټېسټ سيالۍ لپاره افغان لوبډله:

راشد خان (لوبډلمشر)، افسر ځاځى، حمزه هوتک، اصغر افغان، ابراهيم ځدراڼ، احسان الله جنت، اکرام علي خېل (ويکټ ساتونکى)، جاوېد احمدي، کريم جنت، ناصر جمال، نجات مسعود، قېس احمد، رحمت شاه، يمين احمدزى او ظاهر خان.

د ټېسټ سيالۍ لپاره د ويسټ انډيز لوبډله:

جېسن هولډر (لوبډلمشر)، سنيل امبريس، کرېګ برېتويټ، شماره بروکس، جان کمپبېل، روسټون چيس، راهکيم کورنوال، شان ډاوريچ، شيمرون هيټماير، شاى هوپ (ويکټ ساتونکى)، الزاري جوسيپ، کيمو پاول، کيمار روچ او جوميل واريکان.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …