کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / اشانت شرما ۳۳ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

اشانت شرما ۳۳ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د هند لوبډلې د ټیسټ لوبو مخکښ لوبغاړی اشانت شرما، د ۱۹۸۸ کال د سپتمبر په دویمه نېټه زېږېدلی دی. هغه د ۱.۹۳ میتره لوړې ونې لرونکی لوبغاړی دی.

اشانت شرما، په ۲۰۰۷ کال د هند ملي لوبډلې ته راغی، د شرټ یا کمیس نمبر ۱ دی او د هند لپاره یې درې واړه فارمټونو کې لوبې کړي، خو ډېرې لوبې یې په یوه ورځنیو او ټیسټ لوبو کې ترسره کړي.

هغه ټولې ۱۰۴ ټیسټ لوبې ترسره کړي او په دې لوبو کې یې ۳۱۱ ویکټې ترلاسه کړي. یو ځلې یې ۱۰ او یوولس ځلې یې ۵-۵ ویکټې ترلاسه کړي او غوره توپ اچونه یې په یوه پاڼۍ کې د ۷ ویکټو لاسه کول دي.

اشانت شرما ۸۰ یوه ورځنۍ لوبې ترسره کړي او په دې لوبو کې یې د هند لپاره ۱۱۵ ویکټې هم ترلاسه کړي او غوره توپ اچونه یې د ۳۴ منډو په ورکړه د ۴ ویکټو ترلاسه کول دي.

دغه راز ۱۴۸ فرسټ کلاس لوبې یې هم کړي دي او په دې لوبو کې ۴۸۱ ویکټې لري، دوه ځلې ۱۰-۱۰ ویکټې او شپارس ځلې یې ۵-۵ ویکټې اخیستي او غوره اچونه یې په یوه پاڼۍ کې د ۷ ویکټو اخیستل دي.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …