کورپاڼه / خپلواک / نامتو سندرغاړې ټېلر سويفټ نوى ريکارډ جوړ کړ
ټېلر سويفټ

نامتو سندرغاړې ټېلر سويفټ نوى ريکارډ جوړ کړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٦ نومبر ٢٠١٩): د هنر او سپورټ د نړۍ په ١٠٠ تر ټولو ډېرو پېسو ګټونکو کې سږ کال ٢٩ کلنه سندرغاړې ټېلر سويفټ په لومړي سر کې وه چې تر ټولو زياتې پېسې يې ګټلي دي، نوموړې همدا راز تازه ٥ جايزې ترلاسه کړې، چې د نامتو پاپ سندرغاړي مايکل جېکسن د جايزو ريکارډ يې مات کړ او نوى ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

نامتو سندرغاړى مايکل جېکسن چې په ٢٠٠٩ کال کې مړ شوى دى، د ښه هنر وړاندې کولو لپاره د امريکې د موسيقۍ ٢٤ جايزې ګټلې وې، خو د نومبر تر مياشتې پورې ټېلر سويفټ تر هغه وروسته وه.

خو په روانه مياشت کې ټېلر سويفټ د امريکا پنځه جايزو ته نومانده وه، چې پنځه واړه جايزې هغې ترلاسه کړې او د جايزو ګټلو په لړ کې يې نوى ريکارډ جوړ کړ.

ټېلر سويفټ ١

د (رايټرز) خبري اژانس د راپور په وينا، ٢٩ کلنې سندرغاړې ټېلر سويفټ د پېړۍ د غوره هنرمنې او د کال د غوره هنرمنې په ګډون د نومبر په ٢٥مه نېټه ٦ جايزې ترلاسه کړې.

په روانه مياشت کې د ٦ نوو جايزو په ګټلو سره د ټېلر سويفټ د جايزو شمېر ٢٩ شو، چې تر مايکل جېکسن زياتې دي. ټېلر سويفټ د ٢٩ امريکايي جايزو له ګټلو وروسته دا ريکارډ هم په خپل نوم کړى دى چې ٢٩ جايزې يې ترلاسه کړي دي.

ټېلر سويفټ ته ٦ جايزې د (امريکن ميوزيک اېوارډز) له لوري ورکړل شوي دي. همدا راز له هغې پرته نورو ډېرو ښځينه او نارينه سندرغاړو هم جايزې ترلاسه کړي دي.

د جايزو په دغه پروګرام کې ټېلر سويفټ خپلې پخوانۍ سندرې هم وويلې، چې خلکو ډېرې خوښې کړې. اول ويل شوي و چې ټېلر سويفټ د خپلو سندرو (کاپي رايټ) نه لري، نو هغه به ونه شي کولاى چې په دغه پروګرام کې خپلې پخوانۍ سندرې ووايي.

ټېلر سويفټ ٢

ويل کېږي چې د ټېلر سويفټ او د هغه د موسيقۍ منېجرانو سکوټر براون او سکاټ بورچيټ سره شخړه روانه ده او هغوى په سندرغاړې باندې د هغې د خپلو سندرو په بيا ويلو بندېز لګولى و، ځکه چې د دغه سندرغاړې د سندرو کاپي رايټ د دوى سره و.

خو وروسته د دوى ترمنځ شخړه حل شوه او په دغه پروګرام کې يو ځل بيا ټېلر سويفټ خپلې پخوانۍ سندرې وويلې.

د پېړۍ د غوره هنرمنې او د کال د غوره هنرمنې په ګډون د څلور نورو جايزو په ترلاسه کولو سره ټېلر سويفټ د جايزو له مسوولينو مننه وکړه او همدا راز له خپلو مينه والو يې هم مننه وکړه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …