خپلواک وېبپاڼه (٢٦ نومبر ٢٠١٩): په سعودي عربستان کې په تېرو څو کلونو کې ډېر بدلون راغلى دى، چې په دغه هېواد کې په ٢٠١٨ کال کې په لومړي ځل د فېشن اونۍ هم ترسره شوې ده. همدا راز په سعودي عربستان کې په لومړي ځل د تياتر يا سټېج ممثله هم راڅرګنده شوه او ٣٥ کاله وروسته سينما هم خلاصه شوه.
تېر کال په سعودي عربستان کې ښځو ته د نامحرم سړي سره يو ځاى په ټلويزيون د خبرونو ويلو او خپرونو کولو اجازه هم ورکړل شوه. که څه هم ښځو ته د موټر چلونې اجازه په ٢٠١٧ کال کې ورکړل شوې وه، خو تېر کال بيا ښځو موټرواني پيل کړه.
همدا راز روان کال د سعودي عربستان حکومت د سياحت پراخولو لپاره د بهرنيو هېوادونو ښځو ته د اسلامي لباس اغوستو شرط هم ختم کړ. همدا راز له بهرنيو هېوادونو څخه سعودي عربستان ته د چکر لپاره راتلونکې نامحرم ښځې او سړي په يوه هوټل کې په يوه کوټه کې هم يو ځاى اوسېداى شي.
دا هم ولولئ:
سعودي عربستان کې بې حجابه او سرتورې پېغلې
سعودي عربستان کې نامحرمه ښځه او سړى يوه کوټه کې اوسېداى شي
سعودۍ نجلۍ د موټر ځغلونې سيالۍ کې له ګډون سره تاريخ جوړ کړ
همدا راز څو ورځې مخکې د سعودي عربستان لومړنۍ موټر ځغلونې يا (کار رېس) ښځه هم راڅرګنده شوه او اوس تازه د (پلس سايز) چاقه يا پېړه موډله او د ټلويزيوني خپرونو ويانده هم راښکاره شوې ده.
د سعودي عربستان لومړنۍ د زيات وزن يا چاقې موډلې په متحده عربي اماراتو کې په يوه فېشن پروګرام کې ګډون وکړ، چې له تېر کال راهيسې موډلنګ کوي.
د (عرب نيوز) د راپور په وينا، غاليه امين د سعودي عربستان لومړنۍ چاقه يا پېړه ښځه ده چې د ټلويزيوني خپرونو ويانده ده او همدا راز د لومړنۍ موډلې اعزاز يې هم ترلاسه کړ، هغه د ښځو د کاليو په ګډون د ارايش سامان جوړونکو شرکتونو سره کار کوي.
غاليه امين که يو لوري ته د سعودي عربستان لومړنۍ چاقه يا پېړه موډله ده، نو بل لوري ته هغه د ښځو د چاق بدن او پېړوالي په اړه هم په خلکو کې عامه پوهاوى ترسره کوي.
هغې ته د (باډي ايکټويسټ) يا د ښځو د بدن يا چاقوالي په اړه د کار کولو لومړنۍ عربۍ ښځې اعزاز هم ترلاسه دى. هغه وايي چې په عربي هېوادونو کې دې چاقې ښځې هم هماغه ډول قبولې شي، لکه څنګه چې نرى بدن لرونکې ښځې قبلول کېږي.
دا هم ولولئ:
د سعودي عربستان وليعهد له امريکايۍ اداکارې سره يارانه پيل کړې
سعودي عربستان کې په لومړي ځل د ښځو ريسلينګ سيالي ترسره شوه
سعودي عربستان کې يوې پاکستانۍ نجلۍ هلکان تنګ کړي، اوس پوليسو نيولې
د عرب نيوز سره په خپله مرکه کې غاليه امين وويل، چې که څه هم په مغربي نړۍ کې د چاقې يا پېړې موډلې او ممثلې اوس خلک قبلوي، خو په عربي نړۍ کې يا په منځني ختيځ کې تراوسه پورې د دوى لپاره ماحول سازګار نه دى.
غاليه امين وايي، چې په عربي ټولنه او منځني ختيځ کې اوس هم ماډلنګ يا هنر ته په بده سترګه کتل کېږي او په دې برخه کې دلته ډېر کار ته اړتيا ده.
هغه همدا راز زياتوي، چې چاقې او پېړې ښځې بايد د موډلنګ او هنر نړۍ ته راشي او په خلکو کې عامه پوهاوى زيات کړي، تر څو په ټولنه کې داسې ښځو ته په بده سترګه ونه کتل شي او نه هم له پامه وغورځول شي.
د يادولو ده چې غاليه امين په ٢٠١٨ کال کې موډلنګ پيل کړ او همدا راز په ټلويزيون کې يې ورسره وياندوي هم پيل کړه، چې هغه اوس د ټلويزيون په نړۍ کې هم يو نوم لري.
غاليه امين په عربي نړۍ او منځني ختيځ کې د فېشن او موډنګ په اړه کارکوونکو نړيوالو ادارو سره ګډ کار کوي او همدا راز د کاليو تر څنګ د ارايش د سامان موډلنګ هم کوي.