کورپاڼه / ريکارډونه / ویرات کوهلي د سچن ټنډولکر د ۲۳ زره تېزو منډو ریکارډ مات کړ

ویرات کوهلي د سچن ټنډولکر د ۲۳ زره تېزو منډو ریکارډ مات کړ

د هند کرکټ ملي لوبډلې مخکښ توپ وهونکې او لوبډلمشر ویرات کوهلي، د خپلې لوبډلې د پخواني لوبډلمشر سچن ټنډولکر ریکارټ مات کړ.

سچن ټنډولکر، چې له دې وړاندې یې له ډېرې مودې راهیسې د ۲۳ زره تېزو منډو ریکارډ په نوم و، د ویرات کوهلي له لورې مات شو او پخپل نوم یې کړ.

ویرات کوهلي د انګلستان پر وړاندې په څلورمه ټیسټ لوبه کې په لومړۍ ورځ خپلې ۲۳ زره منډې پوره کړې او دغه منډې یې په ۴۹۰ اننګزونو کې ترسره کړې.

له دې وړاندې سچن ټنډولکر، چې د کرکټ نړۍ ترټولو ځلانده نوم دی، د ۲۴ زره نړیوالو منډو سفر په ۵۲۲ اننګزونو کې بشپړ کړی و.

ویرات کوهلي د ۲۳ زره منډو په جوړولو د نړۍ اووم لوبغاړی شو، چې دومره منډې جوړوي. د یادولو وړ ده چې کوهلي تېره ورځ د انګلستان پر وړاندې په لوبه کې په ۵۰ منډو وسوځېدو.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …