کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / ډیویډ ملان ۳۴ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

ډیویډ ملان ۳۴ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

ډیویډ ملان، چې بشپړ نوم یې ډیویډ جوهانس ملان دی، د ۱۹۸۷ کال د سپتمبر په دریمه نېټه په لندن کې زېږېدلی دی. هغه په کیڼ لاس توپ وهنه او په ښي لاس ورو توپ اچونه کوي.

ډیویډ ملان ۱.۸۳ میتره یا شپږ فوټه لوړ قد لري. په   ۲۰۱۷ کال د انګلستان ملي لوبډلې ته راغی. د شرټ نمبر یې ۲۹ دی او اوسمهال د شل اوریزه لوبو په درجه بندۍ کې لومړی ځای لري.

هغه لومړنۍ ټیسټ لوبه د سویلي افریقا او وروستۍ یې د هند پر وړاندې ترسره کړه. نوموړي په ۱۶ ټیسټ لوبو کې ۷۹۴ منډې کړي، چې یوه سلیزه او اوه نیمه سلیزې پکې شاملې دي او غوره توپ وهنه یې د ۱۴۰ منډو ترسره کول دي.

هغه دغه راز لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د ایرلېنډ او وروستۍ یې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړې. ټولې یې ۶ یوه ورځنۍ لوبې کړي، ۱۵۸ منډې لري، چې دوه نیمه سلیزې پکې شاملې دي او غوره توپ وهنه یې د ۶۸ ناسوځېدلو منډو کول دي.

ډیویډ ملان لومړنۍ نړیواله شل اوریزه د سویلي افریقا او وروستۍ یې د پاکستان پر وړاندې ترسره کړې. هغه ټولې ۳۰ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي، ۱۱۲۳ منډې لري چې یوه سلیزه او یوولس نیمه سلیزې لري او غوره منډې یې ۱۰۳ ناسوځېدلې منډې دي.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …