کورپاڼه / اسلام / ماشوم ته ولې په غوږ کې آذان کېږي؟

ماشوم ته ولې په غوږ کې آذان کېږي؟

آذان یو داسې د حق غږ دی که چېرته په غور او فکر سره واورېدل شي نو زړه او دماغو ته آرام ورکوي. پرته له شکه آذان یو غوره عمل دی او احترام او مینه یې د هر مسلمان د مینې تقاضا یا غوښتنه ده.

آذان یو داسې غږ دی چې له هر لمانځه وړاندې ورکول کېږي، ځکه چې آذان په اصل کې لمانځه ته د بلنې په مانا دی. سربېره پر دې د نوي زېږېدلي ماشوم په غږ آذان هم کېږي، خو پوښتنه داده چې ولې ماشوم ته په غوږ کې آذان کېږي؟

ماشوم ته په غوږ کې آذان کول د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له وخته جریان لري او د اسلامي شریعت د یوې ویبپاڼې دې پوښتنې ته ځواب ویلی دی.

یاده ویبپاڼه د پوښتنې په ځواب کې وایي چې د ماشوم په غوږ کې ځکه آذان کېږي، چې آفتونو ترې لېرې شي، ځکه چې په یو حدیث شریف کې راځي چې د زېږون پرمهال شیطان ماشوم سکونډي چې په همدې سبب ماشوم ژاړي.

کله چې ماشوم ته په غوږ کې آذان ورکړل شي، نو هغه سمدستي چوپتیا غوره کړي او یو ډول آرام ور په برخه شي.

دا هم ولولئ

د ماسخوتن له لمانځه وروسته که سمدستي وېده شو نو په بدن کې مو څه بدلون راځي؟

خوب کول د انسان د روغتیا او دماغو لپاره ډېر اړینه وي او ترڅنګ یې …