کورپاڼه / ريکارډونه / پال سټرلینګ په شل اوریزو لوبو کې ترټولو ډېرې منډې جوړونکی لوبغاړی شو

پال سټرلینګ په شل اوریزو لوبو کې ترټولو ډېرې منډې جوړونکی لوبغاړی شو

د ایرلېنډ لوبډلې مخکښ توپ وهونکی چې څو ورځې وړاندې یې د زمبابوې پر وړاندې سلیزه جوړه کړه، په دې سره د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په نوملړ کې اول ځای خپل کړ.

له دې وړاندې دغه مقام له پاکستاني لوبډلمشر بابر اعظم سره و، خو د سټرلینګ وروستیو لوبه هغه شاته کړ او لومړی مقام یې ورڅخه ونېوه.

پال سټرلینګ د شل اوریزو لوبو هغه لوبغاړی دی، چې په ۳۳ لوبو کې یې ۱۲۰۱ منډه جوړه کړې او په د زیاتو منډو کوونکو لوبغاړو په نوملړ کې یې لومړی ځای خپل کړی دی.

په دوهم مقام کې پاکستانی تکړه توپ وهونکی بابر اعظم ځای لري، هغه په ۳۰ لوبو کې ۱۱۷۳ منډې جوړې کړي. دریم مقام بیاهم ایرلېنډي لوبغاړي کیون اوبراین سره دی، هغه په ۳۶ لوبو کې ۱۰۴۰ منډې جوړې کړي.

څلورم مقام بیا د هندي لوبډلې له مخکښ لوبغاړي او لوبډلمشر ویرات کوهلي سره دی، هغه په ۲۴ لوبو کې ۹۹۲ منډې جوړې کړي او په پنځم مقام کې د پاکستان ویکټ ساتونکی لوبغاړی محمد رضوان ځای لري، هغه ۲۵ لوبو کې ۹۵۹ منډې جوړې کړي.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …