خپلواک وېبپاڼه (۲۷ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ يوازينۍ ټېسټ لوبه د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پيل کې پچه د ويسټ انډيز لوبډلمشر جېسن هولډر وګټله او لومړی يې د افغانستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
د افغانستان له لوري توپوهنې ته ابراهيم ځدراڼ او جاوېد احمدي راوتلي دي، چې په ۱۷ او ۱۱ منډو توپوهنې ته ولاړ دي. افغانستان په ۱۱ اورونو کې تراوسه پورې ۲۸ منډې ترلاسه کړي دي.
افغانستان د ويسټ انډيز پر وړاندې لومړنۍ او يوازينۍ ټېسټ سيالي ترسره کوي، چې دا د افغانستان څلورمه ټېسټ لوبه ده.
په دغه سيالۍ کې حمزه هوتک او ناصر جمال هم په لومړي ځل د افغانستان استازولي په ټېسټ سياليو کې کوي.
د افغانستان لوبډله:
ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، احسان الله جنت، رحمت شاه، اصغر افغان، حمزه هوتک، افسر ځاځی (ويکټ ساتونکی)، راشد خان (لوبډلمشر)، ناصر جمال، يمين احمدزی او ظاهر خان.
د ویسټ انډيز لوبډله:
کرېګ بريتوېټ، جان کمپبېل، شای هوپ، شماره بروکس، روسټون چېس، شيمرون هيټماير، جېسن هولډر (لوبډلمشر)، شان ډاوريچ (ويکټ ساتونکی)، راهکيم کورنوال، کيمار روچ او جوميل واريکن.
د افغانستان او ويسټ انډيز لوبه په ملي سپورټ ټلويزيون هم کتلی شئ او همدا راز په يوټيوب کې يې هم کتلای شئ، چې د يوټيوب لاندې يې لاندې ورکړل شوی دی.
د افغانستان او ويسټ انډيز لوبه په ژوندۍ بڼه
د يادولو ده چې افغانستان او ويسټ انډيز ۳ يو ورځنۍ او ۳ شل اوريزۍ سيالۍ ترسره کړي، چې يو ورځنۍ لوبلړۍ کې ويسټ انډيز او شل اوريزه لوبلړۍ کې افغانستان بريا خپله کړې وه.