کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / مستفیض الرحمن ۲۶ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

مستفیض الرحمن ۲۶ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

مستفیض الرحمن، چې د بنګله دیش لوبډلې ځوان او چټک توپ اچونکی دی، د ۱۹۹۵ کال د سپتمبر په ۶ نېټه زېږېدلی دی. هغه په کیڼ لاس توپ اچونه کولي او ۱.۸۰ میتره لوړ قد لري.

هغه په ۲۰۱۵ کال د بنګله دیش ملي لوبډلې لپاره نړیوال کرکټ پیل کړ. لومړنۍ ټیسټ لوبه یې د سویلي افریقا او وروستۍ یې د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کړه.

مستفیض الرحمن په ۱۴ ټیسټ لوبو کې ګډون کړی، چې ۳۰ ویکټې پکې لري او ښه توپ اچونه یې د ۶۶ منډو په ورکړه د پنځو ویکټو اخیستل دي.

نوموړي لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه د هند او وروستۍ یې د زمبابوې پر وړاندې ترسره کړې. ۶۸ لوبې یې کړي او په دې لوبو کې یې ۱۲۷ ویکټې ترلاسه کړي او غوره توپ اچونه یې د ۴۳ منډو په ورکړه د ۶ ویکټو اخیستل دي.

مستفیض الرحمن لومړنۍ شل اوریزه لوبه د پاکستان او وروستۍ یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې ترسره کړې. ټولې یې ۴۸ شل اوریزې لوبې کړي، ۶۸ ویکټې لري او د ۲۲ منډو په ورکړه د ۵ ویکټو اخیستل یې غوره توپ اچونه ده.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …