کورپاڼه / خپلواک / د کورنوال خطرناکه توپ اچونه، افغان لوبډله په ۱۸۷ منډو وسوځېدله
راهکيم کورنوال

د کورنوال خطرناکه توپ اچونه، افغان لوبډله په ۱۸۷ منډو وسوځېدله

خپلواک وېبپاڼه (۲۷ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان او ويسټ انډيز په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې د ويسټ انډيز تر ټولو غټ لوبغاړي راهکیم کورنوال خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه او ۷ افغان لوبغاړي يې وسوځول چې د افغانستان ټوله لوبډله په ۱۸۷ منډو وسوځېدله.

د افغانستان او ويسټ انډيز يوازينۍ ټېسټ لوبه چې نن سهار د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې پيل شوه، د لوبې پچه د ويسټ انډيز لوبډلې وګټله او لومړی يې د افغانستان لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۷ منډې وکړې، چې له ډلې يې جاوېد احمدي ۳۹، حمزه هوتک ۳۴، افسر ځاځي ۳۲ او احسان الله جنت ۲۴ منډې ترلاسه کړې. همدا راز يمين احمدزي ۱۸، ابراهيم ځدراڼ ۱۷، رحمت شاه او اصغر افغان ۴-۴، ناصر جمال ۲ او راشد خان ۱ منډه ترلاسه کړه.

د ويسټ انډيز له لوري راهکيم کورنوال ډېره خطرناکه توپ اچونه ترسره کړه او د افغان لوبډلې ۷ لوبغاړي يې وسوځول. همدا راز دوه لوبغاړي جېسن هولډر او يو لوبغاړی جوميل واريکان هم وسوځاوه.

نن د افغانستان لپاره ناصر جمال او حمزه هوتک خپله لومړنۍ ټېسټ سيالي ترسره کوي.

د يادولو ده چې دا د افغانستان څلورمه ټېسټ سيالي ده، چې تر دې مخکې يې له هند، ايرلېنډ او بنګله دېش سره ټېسټ سيالۍ ترسره کړي او دوه سياليو کې يې بريا هم خپله کړې ده.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …