کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / دننجایا ډي سلوا ۳۰ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

دننجایا ډي سلوا ۳۰ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

د سریلانکا لوبډلې مخکښ لوبغاړی دننجایا ډي سلوا د ۱۹۹۱ کال د سپتمبر په ۶ نېټه زېږېدلی دی. هغه ۱.۷۳ میتره لوړ قد لري او په ښي لاس توپ وهنه او ورو توپ اچونه کوي.

نوموړی په ۲۰۱۵ کال د سریلانکا لپاره نړیوال کرکټ پیل کړ. هغه د یو الراونډر لوبغاړي په صفت د لوبډلې برخه دی. لومړنۍ ټیسټ لوبه یې د استرالیا او وروستۍ یې د بنګله دیش پر وړاندې ترسره کړه.

هغه ۳۶ ټیسټ لوبې کړي، ۲۲۵۳ منډې لري، چې اوه سلیزې او اته نیمه سلیزې لري او غوره توپ وهنه یې د ۱۷۳ منډو کول دي او په دې لوبو کې یې ۲۴ ویکټې هم ترلاسه کړي دي.

دننجایا ډي سلوا لومړنۍ یوه ورځینۍ لوبه د ایرلېنډ او وروستۍ یې د سویلي افریقا پر وړاندې ترسره کړې. ټولې یې ۵۳ لوبې کړي، ۱۱۱۲ منډې او ۲۷ ویکټې لري، چې غوره توپ وهنه یې د ۹۱ منډو کول دي.

دغه راز لومړنۍ شل اوریزه لوبه یې د پاکستان او وروستۍ د هند پر وړاندې ترسره کړې. ټولې یې ۲۰ لوبې کړي، ۴۰۶ منډې او پنځه ویکټې لري، غوره توپ وهنه یې د ۶۲ منډو کول دي.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …