کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / د هند بريا، د لوبغاړو او شنونکو څرګندونې

د هند بريا، د لوبغاړو او شنونکو څرګندونې

هند تيره شپه انګلينډ ته د سيريز په څلورمه لوبه کې د ۱۵۷ منډو په توپير ماته ورکړه او د سيريز په لړۍ کې يې ۲-۱ مخکيوالی واخیست.

له لوبې وروسته د لوبغاړو او شنونکو نظريات او څرګندونې تاسو ته په دغه ليکنه کې راوړو چې د هند لوبغاړي زيات شمېر مبصرينو وستايل او دوی ته يې د دغه بريا مبارکۍ ورکړې.

پخواني اسټرالوي لوبغاړي شین وارن وویل د هند ټوله لوبډله د ویراټ کوهلي لپاره لوبیږي، هغه د نړۍ په هر ځای کې د ګټلو باور ثابت کړ، هغه د ټولې لوبډلې درناوی لري، د ټیسټ کرکټ لپاره ویرات کوهلي ژوندی دی، له دې فارمټ سره مينه لري.

شین وارن دغه راز سکای سپورټس ته وویل موږ باید ويراټ کهولي څخه مننه وکړو، هغه د ټیسټ کرکټ ویاړ دی، د هند د کریکټ ځواک دی او هند د کوهلي په څېر  د کرکټ تر ټولو لوی ستوری لري چې ټیسټ کرکټ خوښوي.

اوسني مبصر او پخواني انګلينډي کرکټر ناصر حسین سکای سپورټس ته وویل هند یو هوډمن لوبډلمشر لري چې په هر ډول شرایطو کې سیالۍ وګټي او داسې برياوې د ويراټ په شتون کې هند لپاره ډېرې ممکنه دي.

ویرات کوهلي زه واقعاً د لوبډلې لخوا ترسره شوی کرکټ خوښوم، کله چې دوی تر فشار لاندې وي او توپ اچوني ته ودريږي، نوموړی وايي بومرا راته وويل ماته توپ راکړه او هغه سر په سر شپږ اورونو توپ اچونه وکړه او دوه ویکټې یې واخیستې دا د لوبې په پنځمه ورځ د بدلون شیبه وه.

ويراټ وويل هرڅومره چې لوبغالي کې شور وي، موږ يې پروا نلرو موږ دنده لرو او موږ خپله دنده سر ته رسوو، نوموړي د لوبې په دوهمه اينينګز کې د روهيت شرما لوبه هم وستايل او هغه يې غوره وګڼله.

روهیت شرما وویل زما په ذهن کې د منډو اندازه نه وه، موږ پوهیدلو چې ټیم تر فشار لاندې دی او د وضعیت سره سم یې بايد بیټینګ وکړو، روهيت د لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

روهیت شرما د بي سي سي ای تلويزيون ته وویل شردل ټاکور د لوبې غوره لوبغاړی دی، دا د لوبې د ګټلو هڅه وه، دوه ارزښتناکه نیمه سلیزې یې ووهلې او مهمې ویکټې یې واخیستې هغه زيات خواريکښ دی، هغه خپله بیټینګ خوښوي او دا دی نتيجه مو يې وليده.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …