کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري
عبدالله عبدالله

ډاکتر عبدالله عبدالله هم چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري

د هېواد د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم بالاخره چوپتیا ماته کړه او ویلي دي چې د زور له لارې په نورو خپلې غوښتنې منل، ښې پایلې له ځان سره نه لري.

ډاکتر عبدالله عبدالله په پنجشیر کې د وروستیو نښتو په اړه هم غبرګون ښودلی او په یو يیغام کې یې یادونه کړې، چې په یاد ولایت کې دردناکې پېښې شوي دي.

هغه ویلي چې موږ ټول ددې شاهدان یو چې جګړه هره ورځ ددې هېواد بچیان اخلي، وینې یې تویوي او کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنوي او هېواد مو له انساني پانګې به برخې کوي.

هغه د جنرال عبدالودود او فهیم دشتي په مړینه خواشیني څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده:((زه سره له هېوادوالو څخه د هغوی د غمشریکۍ او همدردۍ د پيغامونو له استولو څخه د مننې ترڅنګ ټینګار کوم، چې د زور لارې د غوښتنو تحمیلول، هیڅکله مطلوبې پایلې نه لري او د هېوادوالو د رنځ او کړاو د دوام باعث ګرځي.))

عبدالله عبدالله زیاتوي له وروستیو غمجنو پېښو عمیقاً ناراحت او متاثر یم. ډاکتر عبدالله دا خبرې هغه مهال کوی چې د پنجشیر د سقوط کېدو یوه ورځ پوره شوې ده.

دا هم ولولئ

ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مـلـا خـیـرالله خـیـر خـو ا ه، له …