خپلواک وېبپاڼه (٢٧ نومبر ٢٠١٩): د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د لږو منډو جوړولو له امله نامتو اسټراليايي لوبغاړي سټيو سميت ځان ته جالبه سزا ورکړې ده.
د رسنيو د راپورونو په وينا، په لوبه کې د لږو منډو کولو يا په تېروتنه د سوځېدلو له امله ټول لوبغاړي خپه کېږي او ډېرى يې له دې امله وخت نا وخت بخښنه هم غواړي، خو اسټراليايي لوبغاړى سټيو سميت يوازينى هغه کس دى چې ځان ته يې له دې امله سزا ورکړې ده.
د اسټراليا او پاکستان ترمنځ په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د پاکستان توپ اچونکي ياسر شاه اسټراليايي توپوهونکى سټيو سميت د ٧ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځاوه، چې سټيو سميت په دغه مهال سخت مايوسه شو.
د ټېسټ سياليو د لومړي مقام اسټراليايي توپوهونکى سټيو سميت وايي، چې په بريسبين کې په ترسره کېدونکې لوبه کې چې د پاکستان پر وړاندې يوازې په ٧ منډو وسوځېده، نو له هغه وروسته يې ځان ته سزا ورکړه او له لوبغالي څخه تر هوټل پورې پياده لاړ.
هغه په ډېر خوندور او جالب انداز وويل، چې کله هغه په لوبه کې منډې ونه کړي، نو ځان ته سزا ورکوي او کله چې ښه توپوهنه ترسره کړي، نو بيا ځان ته د چاکلېټو ډالۍ ورکوي.
د يادولو ده چې سټيو سميت د اسټراليايي لوبډلې تر ټولو مهم توپوهونکى دى، خو د پاکستان توپ اچونکي ياسر شاه هغه په ټېسټ لوبو کې ٧ ځلې سوځولى دى. په خپله يوه مرکه کې سټيو سميت وايي، چې له دې وروسته به د ياسر شاه د توپ اچونې پر وړاندې له ډېر احتياطه کار اخلي او هېڅ تېروتنه به نه ترسره کوي.