کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / جورج بیلي ۳۹ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

جورج بیلي ۳۹ کلن شو؛ د هغه په اړه نور معلومات دلته ولولئ

استرالیایي لوبغاړی جورج بیلي، چې بشپړ نوم یې جورج جوهان بیلي دی، د ۱۹۸۲ کال د سپتمبر په ۷مه نېټه زېږېدلی دی او د استرالیا لپاره یې په درې واړو فارمټونو کې د توپ وهونکې په صفت لوبه کړې.

جورج بیلي په ښي لاس توپ وهنه او نیمه چټکه توپ اچونه کوي، ۱.۷۸ میتره یا پنځه فوټه او لس اینچه لوړ قد لري. په ۲۰۱۲ کال لوبډلې ته راغی او تر ۲۰۱۷ کال د استرالیا لپاره ولوبېده.

هغه لومړۍ او وروستۍ ټیسټ لوبه د انګلستان پر وړاندې ترسره کړه. پنځه ټیسټ لوبې یې کړی، ۱۸۳ منډې لري او ترټولو ډېرې منډې یې د ۵۳ منډې لري.

دغه راز لومړنۍ یوه ورځنۍ لوبه یې د ویسټ انډیز او وروستۍ یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې ترسره کړه. ۹۰ لوبې یې کړي، ۳۰۴۴ منډې لري او ۱۵۶ منډې یې غوره منډې دي.

په ۱۶۱ فرسټ کلاس لوبو کې یې برخه اخیستې، ۱۰۰۷۹ منډې لري، ۲۰۰ منډې یې ترټولو غوره منډې دي. دغه راز په شل اوریزو او یوه ورځینو لوبو کې یې د شرټ نمبر ۲ دی.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …