خپلواک وېبپاڼه (٢٧ نومبر ٢٠١٩): په کورونو کې ډېرى خلک پيشوګان ساتي، دا څه نوې خبره نه ده، خو يوه داسې نجلۍ هم شته، چې هره ورځ خپل مخ په پيشو د دې لپاره څټي، تر څو مخ يې ښکلى او پوستکى يې خوندي وي.
په رښتيا هم دا ډېره جالبه خبره ده، خو داسې يوه نجلۍ شته دى او هغه دا کار هره ورځ کوي، تر څو مخ يې ښکلى وي او پوستکى يې خراب نه شي.
د رسنيو د راپورونو په وينا، د اندونېزيا اوسېدونکې (ديندا) دا دعوه کړې ده، چې هغه هره ورځ له پيشو په خپل مخ (فېشل) کوي، يعنې خپل مخ هره ورځ په پيشو څټي، تر څو د مخ رنګ او پوستکى يې خراب نه شي او خوندي يې وساتي.
دغه نجلۍ په خپلو خبرو کې وايي، چې هغه له تېرو درې مياشتو راهيسې په پيشو باندې خپل مخ څټي او په داسې کولو سره د هغې له مخ نه داغونه ختم شو، همدا راز په رنګ کې يې هم ډېر بدلون راغلى دى.
ديندا په خپلو خبرو کې زياتوي، چې هغې د درملنې دغه طريقه په يو کتاب کې لوستې وه. هغه وايي تر دې مخکې به يې د بېلا بېلو ترکاريو په مرسته د خپل مخ ساتنه کوله.
دغه نجلۍ يوه ويډيو هم خپره کړې ده، چې په هغې کې ليدل کېږي، چې د هغې پيشو (هيري) په پرلپسې ډول د هغې مخ څټي.
د دغه نجلۍ خور بيا په خپلو خبرو کې وايي، چې د ديندا د داسې کار کولو نه وروسته د هغې په څېره کې ډېر زيات بدلون راغى، خو هغه وايي چې هغې په خپله هم دا عمل ترسره کړ او خپل مخ يې په پيشو وڅټلو، خو په وينا يې، چې هېڅ ګټه يې ورته ونکړه او نه يې هم په مخ کې کوم بدلون راغى.