کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / چيرمين فضلي او لوبډلمشر راشد په لوبډله کې اصغر غواړي، خو د غوراوي کمېټه پر معيار د برابر انتخاب کولو هڅه کوي
افغان لوبډله

چيرمين فضلي او لوبډلمشر راشد په لوبډله کې اصغر غواړي، خو د غوراوي کمېټه پر معيار د برابر انتخاب کولو هڅه کوي

راتلونکې اکټوبر مياشت په عربي اماراتو کې شل اوریزه نړیوال جام پيليږي چې ورته ګډونوال هيوادونه روانه اونۍ کې خپلې لوبډلې اعلانوي.

د افغان لوبډلې د انتخاب لپاره خورا زياتې ننګونې مخې ته پرتې دي، اوسنی سرپرست چيرمين عزیز الله فضلي، موقف ساتلو په هدف اصغر افغان لوبډلې ته راوستل غواړي، چې راشد خان هم ورسره همغږی دی.

په کرکټ بورډ کې اسدالله خان بيا ځان ته فرمايش لري، آن غواړي چې ګلبدين نايب شل اوریزه نړیوال جام کې لوبډلې مشري مخ ته يوسي چې دا کار په ۲۰۱۹ کال کې تجربه شو او افغان لوبډله نهه لوبو کې له ماتې سره مخ شوه او افغانان يې مايوسه کړه.

په افغان بورډ کې اوس هر يو د خپل فرمايش پوره کولو په هڅه کې دي، د سرچينې د معلوماتو په اساس ځينې بيا نړیوال جام ته لوبډله کې د افسر ځاځي غوښتوونکي دي، خو اوسنی اجرايه رئيس ډاکټر حامد شينواری او غوراوي کمېټې غړي پر معيار برابر لوبغاړي غواړي.

کله چې افغانستان کې سياسي بدلون راغی اصغر افغان د کرکټ بورډ پر چوکۍ د کودتاه کولو هڅه هم وکړه، چې مخه يې ونيول شوه، نوموړی په کرکټ بورډ کې د ملي خيانت په تور قضيه لري چې پخپل ځای پاتې ده.

اجرايه رئيس ډاکټر حامد شينواری او غوراوي کمېټې ډله د اصغر په وړاندې د دلايلو په شتون کې د نوموړي راتګ ملي لوبډلي ته نه غواړي، ممکن د اصغر افغان لوبډلې ته بيا راتګ د ولس له سخت غبرګون سره مخ شي.

راپورونه خپاره شوي دي چې نن د نړيوال جام لپاره افغان کرکټ بورډ لوبډله اعلانوي، امکان دادی چې دا چاره د مخالفتونو له امله وځنډيږي او لوبډله اعلان نه شي.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …