کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / د آیفون ۱۳ د وړاندې کولو نېټه هم په ډاګه شوه

د آیفون ۱۳ د وړاندې کولو نېټه هم په ډاګه شوه

د ټیکنالوژۍ د لوی شرکت ایپل له لورې د آیفون ۱۳ موبایلونو د وړاندې کولو نېټه په رسمي ډول سره اعلان شوه.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږی چې ایپل شرکت د مراسمو لپاره بلنې لېږل پیل کړي او د سپتمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه به یې د وړاندې کولو انلاین مراسم ترسره کړي.

په راپور کې ویل شوي چې د سپتمبر په ۱۴مه نېته تیارېدونکو مراسم کې به د آیفون ۱۳ موبایل وړاندې شي، چې په دې کې آیفون ۱۳، آیفون ۱۳مني، آیفون ۱۳ پرو او آیفون پرو میکس شامل دي.

که چېرته د آیفون ۱۳ د ډیزاین په اړه خبرې کوو نو د معلوماتو پر اساس یې ډیزاین تر ډېره ځانګړی دی او ویل کېږي چې د آیفون ۱۳ څلور ډولونه به خرڅلاو ته وړاندې شي.

دغه راز تر ۲۵ واټو پورې به یې د چارجېدو کچه وي، له اوبو، خاورو، دوړو او چټلۍ څخه د ژغورل کېدو وړتیا به هم ولري او د سګنل د نه شتون سربېره به بیاهم د زنګ وهلو او پیغام استولو وړتیا ولري.