کورپاڼه / خپلواک / حمزه هوتک په خپله لومړۍ لوبه کې ٥ ويکټې ترلاسه کړې
حمزه هوتک

حمزه هوتک په خپله لومړۍ لوبه کې ٥ ويکټې ترلاسه کړې

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز د يوازينۍ ټېسټ لوبې نن دويمه ورځ ده، چې ويسټ انډيز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٢٧٧ منډې وکړې او په افغانستان يې د ٩٠ منډو برتري ترلاسه کړه.

د ويسټ انډيز له لوري شماره بروکس ډېره په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه او ١١١ منډې يې وکړې، همدا راز جان کېمبل ٥٥ منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان له لوري حمزه هوتک په زړه پورې توپوهنه ترسره او په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې يې ٥ لوبغاړي وسوځول، همدا راز راشد خان ٣ او ظاهر خان ٢ ويکټې ترلاسه کړې.

تر دې مخکې د لوبې په لومړۍ ورځ پچه ويسټ انډيز ګټلې وه او لومړى يې توپ اچونه غوره کړې وه. افغانستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ١٨٧ منډې ترلاسه کړې وې، چې جاوېد احمدي ٣٩، حمزه هوتک ٣٤، افسر ځاځي ٣٢ او احسان الله ٢٤ منډې کړې وې.

د ويسټ انډيز له لوري بيا راهکيم کورنوال په زړه پورې توپ اچونه ترسره او ٧ افغان لوبغاړي يې سوځولي و، ٢ لوبغاړي جېسن هولډر هم سوځولي و او ١ ويکټ جوميل واريکن ترلاسه کړې وه.

د يادولو ده چې دا د حمزه هوتک لومړۍ ټېسټ لوبه ده، چې په زړه پورې توپ اچونه يې ترسره کړه او ٥ لوبغاړي يې وسوځول او همدا راز په لومړۍ پاڼۍ کې يې ٣٤ منډې هم ترلاسه کړې.

افغانستان به خپله دويمه پاڼۍ لږ ساعت کې پيل کړي، چې لومړى به د ويسټ انډيز د لومړۍ پاڼۍ ٩٠ منډې پوره کوي او له هغه وروسته به د ويسټ انډيز لوبډلې ته هدف ټاکي.

دا هم ولولئ

د ګډ ژوند د ښه والي او د خوښ اوسېدو په اړه یو څو لارښوونې

له ښځې پرته د نارینه ژوند نیمګړی وي، له واده وروسته میرمن خپل کور، خور، …