کورپاڼه / سياست او روانې چارې / اشرف غني: په فساد کې ښکېل نه یم او چتمو یم چې د ملګري ملتونو په څارنه دې زما شتمني وڅېړل شي
اشرف غني (2)

اشرف غني: په فساد کې ښکېل نه یم او چتمو یم چې د ملګري ملتونو په څارنه دې زما شتمني وڅېړل شي

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ویلي دي چې په فساد کې ښکېل نه دی او چتمو دی چې د ملګرو ملتونو په څارنه یې شتمني وڅېړل شي.

ښاغلي اشرف غني پر ټویټرپاڼه خپور شوي بیان کې ویلي دي، چې د نوموړی او لومړۍ میرمنې شتمني یې له وړاندې ثبت شوې ده او د حکومت پرمهال یې له فساد سره مبارزه کړې ده.

هغه په ټویټ ویلي دي، ما خپل وطن سره هیڅ ډول خیانت نه دی کړی، ملګري ملتونه دې یو پلاوی وټاکي، زه چمتو یم چې د خپلې ټولې شتمنۍ حساب ورکړم.

هغه ویلي چې نږدې ملګری یې هم حساب ورکونې ته تیار دي او هیله یې څرګنده کړې ده چې نور چارواکي دې هم حساب ورکونې ته راکاږل شي او زیاته کړې یې ده چې ډېر ژر به له افغانستان څخه د وتلو په اړه مالومات له ټولو سره شریک کړي.

د یادولو وړ ده، کله چې ډاکتر اشرف غني له هېواده ووت، ځینو کسانو اوازې پورته کړې، چې اشرف غني ګوندې ډېر ډالر له ځانه سره تښتولي دي.

دا هم ولولئ

ا.ا، امریکا ته: موږ ته وخت راکړئ چې افغانستان کې خلکو ته خدمت وکړو

د ا.ا د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست مـلـا خـیـرالله خـیـر خـو ا ه، له …