کورپاڼه / خپلواک / د هند ١٩ کلنو ځوانانو په څلورمه لوبه کې هم افغان لوبډله ماته کړه
هند او افغانستان ١٩ کلنې لوبډلې

د هند ١٩ کلنو ځوانانو په څلورمه لوبه کې هم افغان لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او هند د ١٩ کلنو لوبډلو ترمنځ په ترسره شوې څلورمه لوبه کې هم افغان لوبډلې ته ماته ورکړه او د ٥ يو ورځنيو لوبو په لوبلړۍ کې يې هم بريا خپله کړه.

د افغانستان او هند ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلو ترمنځ د پنځه يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ څلورمه لوبه نن د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې پچه د هند ١٩ کلنو کم عمره لوبډلې وګټله او لومړى يې د افغان ١٩ کلنې کم عمره لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغان ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې په ٣٥ اورونو کې ١١٣ منډې وکړې او ټول لوبغاړي يې له لاسه ورکړل، چې عمران مير ٤٤ او فرهان زاخېل پکې ٢٣ منډې ترلاسه کړې.

د هند ١٩ کلنو لوبډلې له لوري مانو سوتهار په زړه پورې توپ اچونه ترسره کړه چې د افغانستان ٥ لوبغاړي يې وسوځول، همدا راز ويديادهار پټېل او شوبانګ هيګړى هم ٢-٢ ويکټې ترلاسه کړې.

د ١١٤ منډو هدف د هند ١٩ کلنو کم عمره لوبډلې په ٢٩.١ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ډېر په اسانۍ پوره کړ او په څلورمه سيالۍ کې يې هم بريا خپله کړه. د دوى له لوري کمار کشاګرا ٢٩ او سارو ډاګر ٢٤ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د افغان لوبډلې له لوري نور احمد ٣، شفيق الله غفاري او جمشېد مير علي خېل ١-١ ويکټ ترلاسه کړه.

د يادولو ده چې د ٥ يو ورځنيو سياليو په لوبلړۍ کې هند ٣ او افغانستان ١ لوبه ګټلې ده، وروستۍ او پنځمه لوبه به د نومبر په ٣٠مه نېټه ترسره شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …