کورپاڼه / خبرونه / امریکایي لوبغاړي جسکرن ملهوترا له هرشیل ګیبز وروسته دویم لوبغاړی شو، چې په یو اور کې شپږ، شپږیزې وهي

امریکایي لوبغاړي جسکرن ملهوترا له هرشیل ګیبز وروسته دویم لوبغاړی شو، چې په یو اور کې شپږ، شپږیزې وهي

د امریکایي کرکټ لوبغاړي جسکرن ملهوترا د پاپو نیوګینیا په یو توپ اچونکې په یو اور کې شپږ، شپږیزې ووهلې او په یوه ورځنیو لوبو کې دویم لوبغاړی شو چې دا کارنامه ترسره کوي.

له هغه وړاندې د سویلي افریقا پخوانی لوبغاړی هرشیل ګیبز دغه کارنامه د ۲۰۰۷ کال د یوه ورځنیو لوبو د نړیوال جام پرمهال د هالینډ په وړاندې ترسره کړې.

جسکرن ملهوترا د پاپو نیوګینیا پر وړاندې په ۱۲۴ توپونو ۱۷۳ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې څلور، څلوریزې او شپاړلس شپږیزې پکې شاملې وې.

اوسمهال د امریکا او پاپو نیوګینیا ترمنځ د دوه یوه ورځینو لوبو دویمه لوبه، چې لومړۍ یې امریکا لوبډلې ګټلې وه، د عمان په الاماره کرکټ لوبغالي کې روانه ده.

امریکا لوبډلې د پاپو نیوګینیا لوبډلې ته په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې کړی او ۲۷۲ منډې هدف یې ورته ټاکلی دی.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …