کورپاڼه / خپلواک / افغانستان د ويسټ انډيز پر وړاندې ماتې ته نږدې دى
افغانستان

افغانستان د ويسټ انډيز پر وړاندې ماتې ته نږدې دى

خپلواک وېبپاڼه (٢٨ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې هم افغان توپوهونکو ښه توپوهنه ونکړاى شوه او يو ځل بيا يې پرلپسې خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.

افغانستان په خپله دويمه پاڼۍ کې د دويمې ورځې تر پاى پورې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٩ منډې وکړې، چې د ويسټ انډيز نه يې ١٩ منډې برتري ترلاسه کړه.

د افغانستان له لوري جاوېد احمدي تر ټولو زياتې ٦٢ منډې وکړې، چې دا په ټېسټ لوبو کې د هغه لومړنۍ پنځوسيزه او همدا راز لومړنى افغان توپوهونکى دى چې د ويسټ انډيز پر وړاندې پنځوسيزه وهي. همدا راز ابراهيم ځدراڼ هم ٢٣ منډې وکړې.

د ويسټ انډيز له لوري يو ځل بيا په زړه پورې توپ اچونه ترسره شوه، چې راهکيم کورنوال او روسټون چېس ٣-٣ ويکټې ترلاسه کړې، چې په روانه لوبه کې تراوسه پورې راهکيم کورنوال ١٠ ويکټې ترلاسه کړي دي.

د لوبې پچه ويسټ انډيز ګټلې وه چې افغان لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه ورکړې وه. افغانستان په خپله لومړۍ پاڼې کې ١٨٧ منډې ترلاسه کړې وې، چې په ځواب کې يې د ويسټ انډيز لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ٢٧٧ منډې وکړې او په افغان لوبډلې يې ٩٠ منډې برتري ترلاسه کړه.

افغانستان اوس مهال يوازې ٣ ويکټې لري او ١٩ منډې تر ويسټ انډيز مخکې دى، د دريمې ورځې توپوهنه به هم افغان لوبډله پيلوي او بيا به د ويسټ انډيز لوبډلې ته هدف ټاکي، چې ويسټ انډيز لوبډله به د ياد هدف پوره کولو هڅه کوي. خو له اوسني حالت داسې ښکاري چې افغان لوبډله به په خپله څلورمه ټېسټ سيالۍ کې له ويسټ انډيز لوبډلې ماته وخوري.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …