کورپاڼه / بېلا بېل / میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او د هغوی د روزنې پرمهال د ننګونو په اړه پوښتنې شوي او هغوی داسې ځوابونه ورکړي چې سړی حیرانوي.

د سروې پایلې څرګندوي چې د ماشوم د زېږون عمل د میندو لپاره د ننګونې حیثیت نه لري، خو له دې عمل وروسته بېرته ځان جوړونه د ډېرو میندو لپاره لویه ننګونه وي.

له هرو لسو میرمنو څخه اوو میرمنو وویل چې له مور کېدو وروسته په احساساتي ډول ځان جوړونه ورته ترټولو لویه ننګونه ده. له پایلو څخه معلومه شوه چې درې برخې میرمنې د ماشوم له زېږون وروسته په ژور خپګان اخته کېږي.

خو دا ژور خپګان یې لنډمهالی وي او له څه مودې وروسته میرمنې رغېږي. ځینو میرمنو ومنله چې د ماشوم له زېږون وروسته، چې په ژور خپګان اخته شوي، د هغې په رغېدو درې میاشتې وخت وو.

دغه راز ۵۳ سلنه میرمنو وویل چې د ماشوم له زېږون وروسته یې د مزاح بدلون لوبه ننګونه وه. ۴۵ سلنو وویل چې ماشوم ته شېدې ورکول یې لویه ستونزه او ۵۲ سلنو د وزن بدلون لویه ننګونه وګڼله.

دا هم ولولئ

هغه پنځه چارې چې زموږ په ټولنه کې شته، خو منفي اغېزې لري

زموږ په ټولنه کې ډېر روایتونه موجود دي، په کورونو کې عموماً لویان پر کشرانو …