کورپاڼه / جالب / برازیلي موډلې له خپل ځان سره واده وکړ

برازیلي موډلې له خپل ځان سره واده وکړ

د برازیل اوسیدونکې مشهوره موډله کریس ګیلیرا، چې په ماضي کې له خپلو اړیکو ښه خاطره نه لري، اوس یې له خپل ځان سره واده وکړ.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، چې کریس ګیلیرا چې پر نارینه وو له باور کولو او د هغوی له بې وفایۍ څخه ستړې ده، اوس یې پرېکړه کړې، چې خپل ټول ژوند به یواځې تېروي او پیسې به په ځان لګوي.

کریس ګیلیرا په دې اړه وایي چې له وړاندې یې فکر کاوه چې د خوښ اوسېدو او له یواځیتوب څخه د ژغورنې لپاره دې اړیکې ته اړتیا ده او کله چې تر یو څه وخته پورې یواځې پاتې شوه نو حس یې کړه چې د خوښ اوسیدو لپاره نارینه ته اړتیا نشته.

هغې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې زه اوس یو داسې مقام ته رسېدلی یم چې ځان راته هوښیار ښکاري. ما حس کړې چې زه یو ځواکمنه میرمن یم، زه له یواځې اوسېدو وېرېدم خو اوس داسې نه ده.

کریس د خپل واده مراسمو کې د نږدې ملګرو ترڅنګ خپلوان هم دعوت کړي ول، خو کله چې یې پر ټولنیزو رسنیو عکسونه خپاره شول، نو خلکو پرې نېوکې وکړې.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …