کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / وټساپ د کاروونکو د خوندیتوب لپاره نوې ځانګړنه رامنځته کړې

وټساپ د کاروونکو د خوندیتوب لپاره نوې ځانګړنه رامنځته کړې

د پیغام رسونې ترټولو مشهور اپلیکیشن وټساپ د خپلو کاروونکو د خوندیتوب یا محرمیت لپاره یو ډېر مهم فیچر یا ځانګړنه معرفي کړه.

وټساپ په ټوله نړۍ کې تر دوه میلیاردو ډېر کاروونکې لري او هر وخت د خپلو کاروونکو د اسانتیا لپاره نوې ځانګړنې وړاندې کوي او تل هڅه کوي چې د هغوی دیټا خوندي وساتي.

دا ځل وټساپ د خپلو کاروونکو د خوندیتوب لپاره (اینډ ټو اینډ انکرپټډ سیستم) وړاندې کړی، چې له دې وروسته د شرکت یو کارمند هم نه شي کولی چې د کاروونکې چټ ولولي او دوو کاروونکو یعنې پیغام لېږونکې او پیغام ترلاسه کوونکې سره به تړلي وي، نو په دې صورت کې به یې ډیټا خوندي وي.

اوس وټساپ د کاروونکو د چټ او ډیټا د لا خوندي کولو لپاره د محرمیت ځانګړنه وړاندې کړي، چې په مرسته یې پر ګوګل دراییو او آی کلاوډ هم پرته له کومې ستونزې چټ خوندي ساتلی شئ.

د وټساپ شرکت وایي چې ددې ځانګړنې د تیاري پرمهال له ډېرو زیاتو ستونزو سره مخ شول خو کارپوهانو ډېره هڅه وکړه او بالاخره بریا یې ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …