کورپاڼه / هنر او کلتور / د ګووینده میرمن: نه غواړم چې بیا د کامیډین کرشنا ابیشیک شکل هم ووینم

د ګووینده میرمن: نه غواړم چې بیا د کامیډین کرشنا ابیشیک شکل هم ووینم

د هندي سینما د مخکښ اداکار ګووینده میرمن سنیتا آهوجا ویلي دي، چې زه نه غواړم چې بیا د کامیډین کرشنا ابیشیک شکل هم ووینم.

کرشنا ابیشیک، چې د کپل شرما شو کې کار کوي، اوس یې بیا د ماما له ښځې سره جنجال راغلی دی او ددې جنجال لامل هم پخپله کرشنا ابیشیک دی، ځکه هغه تېر کال په نومبر کې د کپل شرما شو د هغه برخې په اړه خبرې کړي چې ګووینده له خپلې کورنۍ سره ورپکې میلمه و.

کرشنا ابیشیک ویلي ول، چې قصداً یې په هغه خپرونه کې برخه نه وه اخیستې، دواړو کورنیو نه غوښتل چې پر یو سټیج دې شتون ولري ځکه د ماما کورنۍ سره یې ستونزه تر اوسه نه ده حل شوې.

د کرشنا دې خبرو ته ګووینده کوم غبرګون ونه ښود، خو میرمن یې بیا وویل چې ګووینده په دې اړه له وړاندې خبرې کړي چې کورنۍ ستونزې د عوامو ترمخ نه څرګندوي.

هغې ویلي، کله چې موږ د کپل شرما شو ته لاړو، نو کرشنا له رسنیو سره د شهرت لپاره څه ویلي ول، چې د کور خبرې په دې ډول خلکو ته ویل ښه نه وي، چې زه یې ډېره خپه کړم.

هغه وایي چې کرشنا دومره ټوکي نه ده، ځکه ټول د ماما له نوم څخه ګټه اخلي او له پرته هیڅ هم نه دی او تر هغې چې زه ژوندۍ یم د دواړو کورنیو ستونزه نه حل کېږي، ځکه خبره ډېره بې عزتۍ ته تللې ده. نوموړې وایي چې بیا د کرشنا شکل لېدل هم نه غواړي.

دا هم ولولئ

سیف علي خان: د جهانګیر له زېږون وروسته تیمور مسولیت منونکی شوی دی

د هندي سینما مشهور اداکار او د خانانو کورنۍ غړی سیف علي خان ویلي دي، …