کورپاڼه / تبصرې او وړاندوينې / موقت سرپرست چيرمين عزيز الله فضلي او کرکټ بورډ کې روانې ناندرې

موقت سرپرست چيرمين عزيز الله فضلي او کرکټ بورډ کې روانې ناندرې

د تېرې اګسټ مياشت په اته ويشتمې نېټې د ا ا ا د مشرانو له خوا عزيز الله فضلي د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست مشر وټاکل شو چې د څو ورځو په تيرېدو سره نوموړي په دې اداره کې مداخلې شروع کړي دي.

فضلي د سرپرست په توګه له معرفت څو ورځې وروسته، له خپلې دندې په غلطه استفادې سره کرکټ بورډ کې لاس وهنې شروع کړې، چې آن د ملي لوبډلې په غوراوي کې يې هم غوراوي کمېټه او د لوبغاړو نظر له پامه غورځولی.

د راشد خان د استعفاء پر مهال په هماغه شپه سمدستي د اصغر افغان کور ته ورغلی وو، چې د اصغر په ملاتړ يې راشد خان سره ويډيو کال زمینه برابره کړې وه، راشد خان پخپل دريځ ورته درېدلی او د لوبډلمشرۍ د نه کولو پرېکړه يې کړې.

د اصغر په کور کې په هماغه شپه پرېکړه وشوه چې شل اوريز نړيوال جام ته محمد نبي لوبډلمشر کړي، محمد نبي ته وړانديز وشو چې هغه هم ورته هرکلی ووايه.

دا روانې ناندرې په داسې وخت کې رامنځته کيږي، چې شل اوريز نړيوال جام پيلېدو ته شپږ دېرش ورځې وخت پاتې دی او د لوبډلې لوبډلمشر استعفا وکړه او په ځای يې بل لوبډلمشر وټاکل شو.

کال ۲۰۱۹ نړيوال جام کې د همدې اوسني سرپرست چيرمين عزیز الله فضلي په مشرۍ همدغسې ترخه تجربه وشوه، چې په اساس وخت کې اضغر افغان له لوبډلې لرې او په ځای ګلبدين نايب لوبډلمشر وټاکل شو او نړيوال جام کې افغانستان هيڅ بريا ترلاسه نه کړه او نهه لوبې يې و بايلې.

د لوبډلې مرال، د لوبغاړو بې اتفاقي او د اتحاد نشتون، افغان لوبډله پنځوس اوريز نړيوال جام څخه تش لاس کور ته ستنه کړه، چې يو ځل بيا د هماغه صحنې د تکرار وېره شته.

د کرکټ بورډ د رسنيو د برخې مشر حکمت حسن پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې سرپرست چيرمين عزيز الله فضلي د کرکټ بورډ د فېسبوک رسمي صفحه او ټويټر اکاونټ پخپل اختيار کې اخيستې او نور ټول اداري کارکوونکي يې ورڅخه لري کړي دي.

راپور جوړونکی: سمیع سیرت

دا هم ولولئ

عمان لوبډلې له نمیبیا څخه د تېر لوبې غچ واخیست

د نمیبیا او عمان لوبډلو ترمنځ د سوپر لیګ دویم پړاو سیالیو کې عمان لوبډله …