کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / د موبایل چارجولو پرمهال دغه ټکي په نظر کې ونیسئ

د موبایل چارجولو پرمهال دغه ټکي په نظر کې ونیسئ

ډېر وخت کله چې د موبایل بیټري چارج ختم شي، نو زیات شمېر کسان د موبایل چارجولو پرمهال هم موبایل کاروي خو باید دې ټکي ته مو پام وي چې له احتیاط پرته د جارج پرمهال د موبایل استعمال خطرناک وي.

کارپوهان وایي که چېرته غواړئ چې د موبایل چارجولو پرمهال موبایل وکاروئ نو دې ټکو ته پام وکړئ. د موبایل چارجولو پرمهال غیر اړین اپلیکیشنې بندې کړئ او یوازې هغه اپلیکیشنې استعمال چې د اړتیا وړ وي.

دغه راز د موبایل چارجولو پرمهال هیڅکله ویډیو مه کوئ، ځکه چې د ویډیو کولو پرمهال بیټري ډېر چارج وهي او د چاودېدو خطر یې ډېر وي.

د چارجولو پرمهال هیڅکله موبایل مه اپډیټ کوئ، ځکه چې په دې دوران کې د موبایل پروسیسر سرعت کمېږي او پر موبایل هم خبرې مه کوئ او یوازې له پیغام استولو څخه کار واخلئ.

دغه راز که چېرته چارجر ډېر پیاوړی وي او موبایل مو لږ مصرف کوونکی وي نو بیټري خرابېدلی شي، چې همدا مو موبایل خرابوي.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …