کورپاڼه / سياست او روانې چارې / ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ: په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي

ملاله یوسفزۍ، چې په کم عمر کې یې د نوبل جاېزه واخیسته او د زده کړو او ټولنیزو چارو کارپوهه ده، ویلي دي چې په افغانستان کې دې ټولو انجونو ته د زده کړو کولو اجازه ورکړل شي.

دا خبرې کم عمرې د نوبل جایزې ګټونکې او د زده کړو او ټولنیزې لارښودې ملاله یوسفزۍ د امنیت شورا په یوه غونډه کې کړي دي.

هغې زیاته کړې ده چې د یو امن او پیاوړي افغانستان لپاره اړینه ده، چې هلته دې انجونې تعلیم یا زده کړي وکړي.

ملالې یوسفزۍ دغه راز دا هم ویلي دي چې د افغان انجونو او میرمنو حقوق باید خوندي وي او د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته یې د نورې مرستې غوښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد له لېرې او پرتو سیمو څخه له شپږم ټولګي پورته انجونو زده کوونکو پرمخ ښوونځي تړل شوي او هغوی نه پرېږدي چې خپلې زده کړې وکړي.

دا هم ولولئ

اڅکزی، بــرا در ته: د افغانستان د قضيې د حل لپاره په عاجل ډول لویه جرګه جوړه کړه

د کوزې پښتونخوا د عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي له ا.ا او په …