کورپاڼه / هنر او کلتور / د کترینه کیف او وکي کوشال د کوژدې په اړه د وکي کوشال کورنۍ غبرګون وښود

د کترینه کیف او وکي کوشال د کوژدې په اړه د وکي کوشال کورنۍ غبرګون وښود

د هندي سینما د مخکښې اداکارې او تکړه نڅاګرې کترینه کیف د کوژدنې له آوازو وروسته د اداکار وکي کوشال د کورنۍ غبرګون هم ښکاره شوه.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې پر ټولنیزو رسنیو داسې راپورونه خپرېږي، چې ګواکې اداکارې کترینه کیف له وکي کوشال سره کوژده کړې ده.

خو اوس په یوه تازه مرکه کې د وکي کوشال ورور سني کوشال، چې له یوې هندي رسنۍ سره یې کړې ده، د کترینه او وکې د کوژدنې راپورونه یې بې بنسټه وګڼل.

سني کوشال وایي، کله چې پر رسنیو دا ډول راپورونه خپاره شول، نو موږ ته یې د خندا موقع په لاس راکړه. نوموړی زیاتوي چې زما والدینو له دې آوازو وروسته وکي ته په ټوکه ویل چې:((ته به مټایان پر موږ کله خورې؟))

د وکي کوشال ورور په خندا وایي، کله چې مې پلار له هغه مټایان وغوښتل نو هغه ورته وویل چې:((لکه څنګه چې کوژده خیالي ده نو بیا نو مټایان هم خیالي وګڼه.))

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …