کورپاڼه / روغتيا / درې هغه شیان چې خواږه نه وي خو د شکر لپاره خطرناک وي

درې هغه شیان چې خواږه نه وي خو د شکر لپاره خطرناک وي

درې داسې خوراکي توکي هم شته چې خوند یې خوږ نه وي خو د شکر ناروغانو ته خطرناک ګڼل کېږي. شکر یوه داسې ناروغي ده چې ورځ تر ورځې یې ناروغان ډېرېږي او ددې ناروغۍ لوی لامل غیر صحت مند ژوند دی.

نو که چېرته غواړئ چې د شکر ناروغي ناروغي مو کنترول شي نو اړینه ده چې خپل خوراک ته ډېر پام وکړو او د خوراکي توکو کارپوهانو هم ددې ناروغۍ د کنترول لپاره د پرهیز لارښوونه کوي.

ځینې کسان په دې فکر وي چې خواږه شیان یې شکر لوړوي، نو په دې سبب له خوږو شیانو ډډع کوي او دا د ښه ژوند تېرولو لپاره غوره ګڼي، خو ځینې نور شیان هم شته چې د شکر کچه لوړوي.

که چېرته د شکر ناروغان پخپل خوراک کې دغه درې شیان استعمال کړي، که څه هم خواږه نه دي، خو د وینې شکر لپاره خطرناک وي او د چاغښت سبب کېږي.

چې له دې جملې یو سپین اوړه هم دی چې په سل ګرامو کې تقریباً څلور ګرامه بوره یا خواږه وي او کاربوهایډریټ هم لري چې بیا په شکر بدلېږي. ورېژې هم ګلیسمک انډیکس لري چې بیا په شکر بدلېږي او آلو یاد مواد لري چې د شکر د لوړېدو سبب کېږي.

دا هم ولولئ

مرخېړي وخورئ او ژور خپګان له منځه یوسئ

مرخېړي پخپل ترکیب کې ډېر داسې غذایي مواد لري، چې ګڼې روغتیایي ګټې لري او …