کورپاڼه / خبرونه / د افغانستان بانک حکم کړی چې ټولې حوالې دې په افغانیو ترسره شي

د افغانستان بانک حکم کړی چې ټولې حوالې دې په افغانیو ترسره شي

د افغانستان مرکزي بانک نورو بانکونو ته آمر کړی دی، چې له دې وروسته دې ټولې حوالې په افغانیو ترسره کړي.

د رویټرز خبري آژانس د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د افغانستان مرکزي بانک دغه پرېکړه د ډالرو د ساتنې لپاره کړې، ځکه چې د افغانستان په بازارونو کې ډالر کم شوي دي.

رویټرز زیاته کړې ده، چې له دې حکم څخه هغه کسان استثناء ګڼل کېږي، چې له دې وړاندې یې حواله په ډالرو سره کړې وه او هغوی ته به په هماغه ډالر ورکړل شي.

د افغانستان مرکزي بانک له یاد حکم وروسته د (MoneyGram) شرکت هم پرته له وضاحته ویلي چې دوی په افغانیو حوالې کوي. دا په داسې حال کې څه موده وړاندې مني ګرام او ویسټرن یونین څانګې په هېواد کې تړل شوې وې، خو تېره اوونۍ یې بیا فعالیت پیل کړ.

بل لوري د امریکا له لورې د افغانستان مرکزي بانک زیرمې، چې تقریباً لس میلیارده ډالر کېږي، زېرمه شوي. دغه راز د افغانستان بانک د بهرنیو مرستو د درېدو په سبب د ډالرو ایسته هم محدوده کړې ده.

دا هم ولولئ

د امریکا ګرین کارټ یا DV Lottery ته تراوسه څومره افغانان بریالي شوي؟

د امریکا متحده ایالات هر کال د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو لپاره …