کورپاڼه / خبرونه / ((موږ ته خپل هویت ډیر مهم دی، هیڅ کله به داسې پرېکړه ونشي چي زموږ د هیواد د مادي او معنوي منافعو په زیان وي))

((موږ ته خپل هویت ډیر مهم دی، هیڅ کله به داسې پرېکړه ونشي چي زموږ د هیواد د مادي او معنوي منافعو په زیان وي))

څو ورځې وړاندې په یو شمېر داخلي او بهرنیو رسنیو راپورونه خپاره شوي ول، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به سوداګري په کلدارو کېږي، چې دغه آواز د کلتوري کمیسیون مرستیال رد کړې.

د افغانستان کلتوري کمیسیون مرستال اح.مدالله وث.یق پخپله ټویټرپاڼه ویلي چې په هېواد کې به راکړه ورکړه په افغانیو کېږي او دا آوازې یې رد کړې چې له پاکستان به سوداګري په کلدارو وي.

وث.یق لیکلي دي:((په هیواد کې به ټوله راکړه ورکړه په افغانيو کیږي. دا خبر هیڅ حقیقت نلري چي غټه سوداګري به په پاکستاني کرنسۍ کیږي. موږ ته خپل هویت ډیر مهم دی، هیڅ کله به داسې پرېکړه ونشي چي زموږ د هیواد د مادي او معنوي منافعو په زیان وي.))

څو ورځې وړاندې پر پاکستاني رسنیو ددې د مالیې وزیر شوکت ترین له قوله ویلي وو، چې په افغانستان کې ډالر کم شوي او له همدې له امله به له افغانستان سره سوداګري په کلدارو ترسره کېږي.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان مرکزي بانک ټولو بانکونه امر کړی چې ټولې حوالې په افغانیو ورکړي او دا کار یې ددې لپاره کړی چې په بازارونو کې ډالر کم شوي دي.

دا هم ولولئ

د امریکا ګرین کارټ یا DV Lottery ته تراوسه څومره افغانان بریالي شوي؟

د امریکا متحده ایالات هر کال د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو لپاره …