کورپاڼه / روغتيا / آیا د آلو ډېر استعمال زیانمن تمامېږي؟

آیا د آلو ډېر استعمال زیانمن تمامېږي؟

آلو یو له هغه سبزیجاتو له جملې څخه دي، چې په ډېرو ترکاریو کې اچول کېږي او زموږ د خوړو خوند ډېروي. آلو نه یوازې خوندور وي بلکې د پیاوړتیا ترڅنګ د ویټامینو او منرالونو د ترلاسه کولو یوه ښه ذریعه ده چې د روغتیا لپاره ګټور ګڼل کېږي.

خو باید ووایم چې د آلو ډېر استعمال زیانمن وي. لکه څنګه چې آلو کاربوهایډریټ لري، نو په همدې سبب د وینې شکر ډېروي او فایبر یې ددې عمل په کمزوري کولو کې مرسته کوي.

یو برابر آلو تر ۱۶۸ پورې کالوري لري چې په د دومره کالورۍ په سبب د ډېرې کالورۍ لرونکې سبزي ګڼل کېږي نو که چېرته غواړئ چې وزن مو کم شي نو ډېر آلو مه خورئ.

بل لوري ته آلو د وینې شکر ترڅنګ د وینې فشار هم تېزوي، چې دا دواړه ناروغۍ د زړه ډېرې ناروغۍ پیدا کوي. دغه راز آلو پخپله غوړ نه لري خو د پخول نامناسبه طریقه یې د وینې کلیسترول ډېروي.

د یادولو وړ ده چې د آلو ډېر استعمال د روغتیا لپاره زیانمن وي، خو ترڅنګ یې یوه ډېره صحت منده سبزي هم ده چې ګڼ شمېر ویټامین او منرالونه لري.

دا هم ولولئ

د وریو د وینې کېدو لامل څه کېدای شي؟

د وریو د وینې کېدو ستونزه د هر عمر لرونکي شخص سره واقع کېدای شي، …