کورپاڼه / خپلواک / افغانستان د ويسټ انډيز لوبډلې ته ٣١ منډې هدف وټاکه
افغانستان او ويسټ انډيز

افغانستان د ويسټ انډيز لوبډلې ته ٣١ منډې هدف وټاکه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ نومبر ٢٠١٩): د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ په يوازينۍ ټېسټ لوبه کې د افغانستان لوبډلې په خپله دويمه پاڼۍ کې ١٢٠ منډې وکړې چې په دې سره يې د ويسټ انډيز لوبډلې ته د بريا لپاره د ٣١ منډو هدف وټاکه.

افغانستان پرون يا په دويمه ورځ د ورځې تر پاى پورې په خپله دويمه پاڼۍ کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٠٩ منډې ترلاسه کړې وې، چې نن د لوبې د دريمې ورځې توپوهنه يې هم پيل کړه.

خو افغانستان خپلې پاتې ٣ ويکټې د ١١ منډو په بدل کې له لاسه ورکړې او ټولې يې ١٢٠ منډې ترلاسه کړې. د دوى له ډلې جاوېد احمدي ٦٢، ابراهيم ځدراڼ ٢٣، ناصر جمال ١٥، افسر ځاځي ٧، احسان الله جنت، حمزه هوتک، راشد خان او يمين احمدزي يوازې ١-١ منډه وکړه او رحمت شاه او اصغر افغان په صفر وسوځېدل.

افغانستان په خپله لومړۍ پاڼې کې ١٨٧ منډې کړې وې، چې د ويسټ انډيز د لومړۍ پاڼۍ منډې بيا ٢٧٧ وې، چې په دې سره د افغانستان د دواړو پاڼيو منډو کې تر ويسټ انډيز ٣٠ منډې زياتې شوې او ويسټ انډيز ته د بريا لپاره ٣١ منډې هدف کېښودل شو.

په دويمه پاڼۍ کې د ويسټ انډيز له لوري جېسن هولډر، راهکيم کورنوال او روسټون چېس ٣-٣ لوبغاړي وسوځول.

د يادولو ده چې دا د افغانستان څلورمه ټېسټ سيالي ده، چې په خپله دويمه او دريمه ټېسټ لوبه کې يې بريا خپله کړې وه، خو لومړۍ ټېسټ لوبه يې له هند بايللې وه او همدا راز دا به يې دويمه ټېسټ سيالي چې افغان لوبډله پکې ماته خوري. همدا راز له ويسټ انډيز سره به يې لومړۍ ټېسټ سيالي وي چې افغان لوبډله پکې ماتېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …